د کندهار ښار د نهمې ناحيې اړوند د عيدګاه دروازې په سيمه کې د کندهار د امنيه قوماندان پر كور ځانمرګى بريد شوى، خو چا ته په كې زيان نه دى اوښتى.
د کندهار ښار د نهمې ناحيې اړوند د عيدګاه دروازې په سيمه کې د کندهار د امنيه قوماندان پر كور ځانمرګى بريد شوى، خو چا ته په كې زيان نه دى اوښتى.
د کندهار امنيه قوماندان لوى پاسوال خان محمد مجاهد کليد ته په خبرو كې د پېښې پخلى وكړ او زياته يې كړه، چې يوه ځان وژونکي بريد ګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر د ده د کور له مخې دېوال سره وجنګاوه.
دهغه په وينا: بريد كې يوازې ځانمرګى وژل شوى، خو نور چا ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بلخوا د ميرويس روغتون ډاکټران وايي، چې له يادې پېښې څخه دوى ته دوه ټپيان چې ښځي دي وروړل شوي، چې روغتيايي حالت يې ښه دى.
د دې پېښې په اړه تر اوسه کومې ډلي څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې څو ورځي وړاندې هم د کندهار ښار د پنځمې ناحيې اړوند د عامه نظم د پوليسو مرکز مخې ته پر امنيه قوماندان چاودنه شوې وه، خو ده او نور چا ته پكې زيان و اوښتى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

