د ولسي جرګې غړي نن يوځل بيا د خپل ريئس د ټاکنې پر موضوع بحث کوي. د ولسي جرګې موقت مشر محمد سرور عثماني وويل، چې وکيلان بايد يا د ولسي جرګې
د ولسي جرګې غړي نن يوځل بيا د خپل ريئس د ټاکنې پر موضوع بحث کوي.
د ولسي جرګې موقت مشر محمد سرور عثماني وويل، چې وکيلان بايد يا د ولسي جرګې داخلي قانون بدل کړي او يا موضوع محکمې ته وړاندې کړي .
ولسي جرګه په خپلو تېرو څلورو غونډو کې بريالۍ نه شوه، چې د اساسي قانون د ۱۰۶ مادې پر اساس خپل مشر وټاکي.
تر اوسه دوه ځلې رايې واخيستل شوې، خو هيڅ کوم کانديد په دې بريالى نه شو، چې په سلو کې پنځوس جمع يو رايي ترلاسه کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


