ads

د ماين چاودنې درې تنه ملکي وګړي ټپيان كړل

د کندهار ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند د خټي او نوشان ويالې ترمنځ د راه رباط په سيمه کې پرون سهار د نهه نيموبجو په شاوخوا کې يوې چاودنې درې تنه ملکي وګړي ټپيان كړل. د کندهار ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند د خټي او نوشان ويالې ترمنځ د راه رباط په سيمه […]

نویسنده: TKG
16 سلواغه 1389

د کندهار ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند د خټي او نوشان ويالې ترمنځ د راه رباط په سيمه کې پرون سهار د نهه نيموبجو په شاوخوا کې يوې چاودنې درې تنه ملکي وګړي ټپيان كړل.

د کندهار ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند د خټي او نوشان ويالې ترمنځ د راه رباط په سيمه کې پرون سهار د نهه نيموبجو په شاوخوا کې يوې چاودنې درې تنه ملکي وګړي ټپيان كړل.

د کندهار امنيه قوماندان لوى پاسوال خان محمد مجاهد وايي، چې په ياده سيمه کې د ملکي وګړو يوه رکشه تېرېده، چې د لارو په اوږدو کې پر يوه ښخ شوي ماين ور برابره او په پايله كې يې دغه پېښه رامنځته شوه.

د هغه په وينا: په چاودنه کې د ريکشا چلوونکي په ګډون يوه ښځه او ماشوم ټپيان شوي دي.

بلخوا د ميرويس روغتون ډاکټران وايي، چې له يادې چاودنې څخه دوى ته  څلور تنه وروړل شوي وو، چې پکې دوه ماشومان، يو نارينه او يوه ښځه شامله ده.

د ډاكټرانو د معلوماتو له مخې، وروسته بيا ښځې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د يادې چادونې په اړه تراوسه کومې ډلې څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې څو ورځي وړاندې د کندهار په ډنډ او ارغستان ولسواليو کې هم د سړک د غاړي ماين چاودنې دوه ملکي وګړي مړه او دوه نور كړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA