ads

ختيځ كې پر سرحدي پوستو د پاكستاني پوځ دويم ځلي بريد

په ختيځ كې د سرحدي لېوا قومندان امين الله امرخېل ادعا وكړه، چې بېګا شپه بيا پاكستاني پوځ د ګوشتې ولسوالۍ پر سرحدي پوستو د رنو وسلو ډزې كړي.     په ختيځ كې د سرحدي لېوا قومندان امين الله امرخېل كليد ته په يوې ځانګړې مركې كې ادعا وكړه، چې بېګا شپه بيا پاكستاني […]

نویسنده: TKG
16 سلواغه 1389

په ختيځ كې د سرحدي لېوا قومندان امين الله امرخېل ادعا وكړه، چې بېګا شپه بيا پاكستاني پوځ د ګوشتې ولسوالۍ پر سرحدي پوستو د رنو وسلو ډزې كړي.

 

 

په ختيځ كې د سرحدي لېوا قومندان امين الله امرخېل كليد ته په يوې ځانګړې مركې كې ادعا وكړه، چې بېګا شپه بيا پاكستاني پوځ د ګوشتې ولسوالۍ پر سرحدي پوستو د رنو وسلو ډزې كړي.

نوموړي زياته كړه، چې د پاكستاني پوځ له بريد وروسته دوى هم ځوابي ډزي كړي.

دى وايي، چې دې غاړې ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او پاكستاني لوري ته د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه معلومات نه لري.

دغه بريد بېګا شپه يوه نيمه بجه پر شمشاد او سنګر سرحدي پوستو شوى و.

امرخېل زياته كړه، چې دوى په سيمه كې خپلې ټولې پوستې اكمال كړي او ورته يې د تيارسۍ امر كړى، چې كه بيا پاكستانى پوځ د بريد هڅه وكړي، نو دوى به چپه خوله پاتې نه شي.

نوموړي په ننګرهار كې د پاكستان د كونسلر محمد توفيق غوري هغه خبرې رد كړې، چې ګواكى د دوى پوځ بريد نه دى كړى.

محمد توفيق غوري تېره ورځ په جلال اباد ښار كې يوې خبري ناستې كې دغه بريد رد كړى و.

د سرحدي لېوا قومندان د خپلې ادعا د سپيناوي په خاطر د ګډ كمېسيون د جوړېدو غوښتنه وكړه، چې د ژورنالستانو پر وړاندې سيمې ته لاړ شي او له نږدې د بريد نښې نښانې وګوري.

امرخېل د كليد د دغې پوښتنې په ځواب كې، چې ښايي دا له مومند ايجنسۍ څخه د راتښتېدليو طالبانو كار وي و ويل: وسله وال طالبان الوتكې او درندې وسلې نه لري.

د امرخېل د معلوماتو له مخې، تمه ده نن د ګوشتې ولسوالۍ د انارګي سيمې لسګونه قومي مشران جلال اباد ته راشي او په دې اړه له ولايتي ادارې سره دغه موضوع شريكه كړي.

په دې اړه مو هڅه وكړه، چې له ځايي خلكو سره اړيكه ټينګه كړو، خو د يو لړ ستونزو له امله پرې ونه توانيدو.

د يادونې وړ ده، چې څو ورځې دمخه هم پاكستاني پوځ پريادو پوستو هوايي بريد كړى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA