ads

هند ته د جمهور رئيس كرزي سفر

جمهور رييس کرزى چې تيره ورځ هند ته ورسيد نن به په نوي ډيلي کې د دوامداره پراختيا تر نامه لاندې لومړني نړېوال کانفرانس ته وينا وکړي. تمه ده، چې کرزى به په افغانستان کې د ثبات او امنيت په هکله د کانفرانس ګډون والو ته څرګندونې وکړي. جمهور رييس کرزى چې تيره ورځ هند […]

نویسنده: TKG
14 سلواغه 1389

جمهور رييس کرزى چې تيره ورځ هند ته ورسيد نن به په نوي ډيلي کې د دوامداره پراختيا تر نامه لاندې لومړني نړېوال کانفرانس ته وينا وکړي. تمه ده، چې کرزى به په افغانستان کې د ثبات او امنيت په هکله د کانفرانس ګډون والو ته څرګندونې وکړي.

جمهور رييس کرزى چې تيره ورځ هند ته ورسيد نن به په نوي ډيلي کې د دوامداره پراختيا تر نامه لاندې لومړني نړېوال کانفرانس ته وينا وکړي.

تمه ده، چې کرزى به په افغانستان کې د ثبات او امنيت په هکله د کانفرانس ګډون والو ته څرګندونې وکړي.

د جمهوري رياست د وياند مرستيال حامدعلمي وايي  چې کرزى به له هندي چارواکو او د کانفرانس له ګډون والو سره په کتنو کې د افغانستان د امنيت او بيارغونې وروستي پرمختګونه شريک کړي.

نوموړي زياته کړه، چې له افغانستان سره د هند د نورو مرستو تر څنګ د دغه هېواد د سل ټنه غنمو د مرستې په مسله به هم خبرې وشي.

په نوي ډيلي کې د دوامداره پراختيا په نامه لومړنۍ نړېوال کانفرانس کې د انرژۍ د څيړنيز انسټيټيوټ له خوا جوړيږي چې هدف يې د نظر تبادله او د چاپيريال ساتنې له محلي پروژو څخه زده کړه ده.

ټاکل شوې، چې جمهور رييس کرزي بيا له نوي ډيلي څخه د جرمني ميونيخ ښار ته لاړ شي چيرته چې به هغه په نړېوال امنيتي کانفرانس کې ګډون وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA