ads

ختيځ كې پر سرحدي پوستو د پاكستاني پوځ هوايي بمبار

ځايي چارواكو، د پاكستاني پوځ لخوا د ننګرهار پر سرحدي پوستو د هوايي بمبار خبر وركړ. دغه خبره په ختيځ كې د د لومړي نمبر سرحدي لېوا قومندان امين الله امرخېل كليد ته وكړه. ځايي چارواكو، د پاكستاني پوځ لخوا د ننګرهار پر سرحدي پوستو د هوايي بمبار خبر وركړ. دغه خبره په ختيځ كې […]

نویسنده: TKG
14 سلواغه 1389

ځايي چارواكو، د پاكستاني پوځ لخوا د ننګرهار پر سرحدي پوستو د هوايي بمبار خبر وركړ. دغه خبره په ختيځ كې د د لومړي نمبر سرحدي لېوا قومندان امين الله امرخېل كليد ته وكړه.

ځايي چارواكو، د پاكستاني پوځ لخوا د ننګرهار پر سرحدي پوستو د هوايي بمبار خبر وركړ.

دغه خبره په ختيځ كې د د لومړي نمبر سرحدي لېوا قومندان امين الله امرخېل كليد ته وكړه.

نوموړ زياته كړه، چې دغه بمبار پرون له غرمې وروسته په يوه نيمه بجه پيل او تر درېيو يې دوام درلود، چې په كې ګوشتې ولسوالۍ د شمشاد او سنګر په نامه دوه سرحدي پوستې بمبار شوي دي.

د امرخېل د معلوماتو له مخې، بمبار كې چاته زيان نه دى اوښتى او دوى هم غبرګون په دې نه دى، ښودلى، چې د مركزي حكومت امر ته په انتظار دي.

نوموړي زياته كړه، چې په دې اړه يې له مركز او د پاكستان، افغانستان او ناټو درې اړخيز كمېسيون سره خبره شريكه كړې، څو دغه موضوع وڅېړي.

د يادونې وړه ده چې تېره ورځ په خوست كې هم د پاك افغان پوله ساتو ځواكونو ترمنځ نښته شوې وه، خو چا ته په كې زيان نه و اوښتى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA