د بادغيس ولايت په مقر ولسوالۍ كې د سړك د غاړې ماين چاودنې ۴ ماشومان ټپيان كړل. د ځايي چارواكو په وينا، پېښه هغه مهال تېر ماښام رامنځته شوه، چې دغه ماشومان په يوه سراچه موټر كې له سيمې څخه تېرېدل.
د بادغيس ولايت په مقر ولسوالۍ كې د سړك د غاړې ماين چاودنې ۴ ماشومان ټپيان كړل.
د ځايي چارواكو په وينا، پېښه هغه مهال تېر ماښام رامنځته شوه، چې دغه ماشومان په يوه سراچه موټر كې له سيمې څخه تېرېدل.
د بادغيس د والي وياند حاجي شرف الدين د پېښې د پخلي ترڅنګ رسنيو ته ويلي، چې په پېښه كې د ټپي ماشومانو له ډلې د دوو هغو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
نوموړي زياته كړه ، چې دغه ماين په دې وروستيو كې د وسله والو طالبانو لخوا ځاى پرځاى شوى و.
وسله والو طالبانو لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې په روان كال كې په مقر او بالامرغاب ولسواليو كې تر دې دمه شل تنو ملكي وګړو ته د سړك د غاړې په ماين چاودنو كې مرګ ژوبله اوښتې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

