ايساف ځواكونو د يوې خبرپاڼې له لارې د خپل يوه سرتېري د وژل كېدو خبر وركړ. د يادو ځواکونو له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې دغه سرتېرى يې د هېواد په جنوب كې د يوې بمي چاودنې په ترڅ کې وژل شوى دى.
ايساف ځواكونو د يوې خبرپاڼې له لارې د خپل يوه سرتېري د وژل كېدو خبر وركړ.
د يادو ځواکونو له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې دغه سرتېرى يې د هېواد په جنوب كې د يوې بمي چاودنې په ترڅ کې وژل شوى دى.
سرچينې د پېښې كره ځاى او د وژل شوي سرتېري هويت نه دى په ډاګه كړى، خو بايد وويل شي، چې د هېواد په جنوب کې ډېرى امريکايي، کاناډايي او برتانوي سرتېري مېشت دي.
د يادونې وړ ده، چې د روان ميلادي کال له پيله تر دې دمه د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې شاوخوا ۳۲ بهرني سرتېري وژل شوي، چې ډېرى يې امريكايان دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

