ads

پېښور كې بمي چاودنې ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د خيبر پښتونخوا د مركز پېښور په بډه بېرې كې د بمې چاودنې له كبله ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. پېښه نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې پر شمشتو سړك د پوليسو يوې پوستې ته څېرمه رامنځته شوې. د خيبر پښتونخوا د مركز پېښور په بډه بېرې كې د بمې چاودنې له كبله ۳۶ […]

نویسنده: TKG
13 سلواغه 1389

د خيبر پښتونخوا د مركز پېښور په بډه بېرې كې د بمې چاودنې له كبله ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. پېښه نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې پر شمشتو سړك د پوليسو يوې پوستې ته څېرمه رامنځته شوې.

د خيبر پښتونخوا د مركز پېښور په بډه بېرې كې د بمې چاودنې له كبله ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

پېښه نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې پر شمشتو سړك د پوليسو يوې پوستې ته څېرمه رامنځته شوې.

د بډه بېرې د پوليسو يوه افسر عبدالقادر د پېښې پخلى كړى او زياته كړې يې ده، چې په پېښه كې لږ ترلږه ۸ تنه مړه او ۳۰ نور ټپيان دي.

نوموړي زياته كړې. چې يوه نامعلوم كس له چاودېدونكو توكو بار موټر د پوليس پوستې ته څېرمه د يوه ماركېټ مخې ته ودراوه، چې له كبله يې دغه پېښه رامنځته شوه.

د عبدالقادر د معلوماتو له مخې، په وژل شويو كسانو كې يوه مېرمن او دوه ماشومان هم شامل دي.

دوه ورځې وړاندې هم په دې سيمه كې ځانمرګى بريد شوى، چې په پايله كې يې د پوليسو د يوه مشر په شمول ۴ تنه مړه او ۷ نور ټپيان شوي وو.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم څو ځله په پېښور كې په ورته چاودنو كې امنيتي سرتېري او ملګي وګړي په نښه شوي وو او دا په تېرو درېيو ورځو كې درېمه پېښه ده، چې په پېښور كې رامنځته كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA