ads

ننګرهار كې پر ايتلافي هليكوپټر راكټي بريد

د ننګرهار په سرحدي لېوا كې پر تازه ناستې ايتلافي هليكوپټر راګټي بريد شوى، چې د ځايي چارواكو په وينا، هيڅ ډول زيان نه لري. پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې رامنځته شوې، چې د طالبانو وياند يې په كې د ۱۱ لوړ پوړو چارواكو د وژنې ادعا كوي.     د ننګرهار په سرحدي […]

نویسنده: TKG
13 سلواغه 1389

د ننګرهار په سرحدي لېوا كې پر تازه ناستې ايتلافي هليكوپټر راګټي بريد شوى، چې د ځايي چارواكو په وينا، هيڅ ډول زيان نه لري. پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې رامنځته شوې، چې د طالبانو وياند يې په كې د ۱۱ لوړ پوړو چارواكو د وژنې ادعا كوي.

 

 

د ننګرهار په سرحدي لېوا كې پر تازه ناستې ايتلافي هليكوپټر راګټي بريد شوى، چې د ځايي چارواكو په وينا، هيڅ ډول زيان نه لري.

پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې رامنځته شوې، چې د طالبانو وياند يې په كې د ۱۱ لوړ پوړو چارواكو د وژنې ادعا كوي.

د همدغې ليوا قومندان جنرال امين الله امرخېل د بريد د پخلي ترڅنګ رسنيو ته وويل، چې بريد لېوا ته له ور څېرمه كورونو څخه شوى، خو د بريد نوعيت نه دى معلوم .

نوموړي زياته كړه، چې پېښې هيڅ ډول زيان نه درلود.

په ختيځ كې د ايتلافي ځواكونو مطبوعاتي ادارې هم د پېښې پخلى كړى او زياته كړې يې ده ، چې پېښه ځاني زيانه نه لري، خو الوتكه يې يو څه زيانمن شوې ده.

بلخوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد، چې د بريد پړه يې پرغاړه اخيستې ادعا كوي، چې بريد يې ملګرو كړى او پكې ۱۱ لوړ پوړي بهرنيان وژل شوي دي، خو دولتي چارواكي او ايتلافي ځواكونه د مجاهد دا ادعا نه مني.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA