ads

فراه كې ۲۰ تنه مخالفين له دولت سره يوځاى شول

د فراه ولايت د ملي امنيت رياست وايي، چې د روان لمريز كال په جريان كې تر دې دمه ۲۰ تنه وسله وال طالبان له دولت سره يوځاى شوي دي. وروستي تسليم شوي، هغه لس كسيزه ډله وه، چې وړمه ورځ د فراه ولايت د ملي امنيت رياست وايي، چې د روان لمريز كال په […]

نویسنده: TKG
13 سلواغه 1389

د فراه ولايت د ملي امنيت رياست وايي، چې د روان لمريز كال په جريان كې تر دې دمه ۲۰ تنه وسله وال طالبان له دولت سره يوځاى شوي دي. وروستي تسليم شوي، هغه لس كسيزه ډله وه، چې وړمه ورځ

د فراه ولايت د ملي امنيت رياست وايي، چې د روان لمريز كال په جريان كې تر دې دمه ۲۰ تنه وسله وال طالبان له دولت سره يوځاى شوي دي.

وروستي تسليم شوي، هغه لس كسيزه ډله وه، چې وړمه ورځ د ملا نور احمد په مشر په بالابلوك ولسوالۍ كې د ملي امنيت رياست ته تسليم شوي وو.

په هغه خبر پاڼه كې چې د ياد ولايت د مطبوعاتي دفتر لخوا كليد ته راستول شوې وه، راغلي، چې دغه كسان، په بالابلوك، پشت رود، خاك سفيد او انار دره ولسواليو كې دولت ته تسليم شوي وو.

په خبر پاڼه كې راغلي، چې دغو كسانو له ځانه سره يو شمېر وسلې او مهمات هم دولت ته سپارلي دي.

ويل كېږي، چې تسليم شوي ډېرى هغه كسان وو، چې د بالابلوك ولسوالۍ په نااراميو كې يې لاس لاره.

دغو تسليم شويو كسانو دولت سره ژمنه كړې، چې له دې وروسته به له جنګ او وينې تويونې لاس اخلي او د سولې په ټينګښت كې به هڅې كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA