نوې ولسي جرګې نن يوځل بيا د خپل مشر د ټاکلو لپاره رايه واچوله، چې هيڅ يو كانديد ونتوانيد د استازو اكثريت ترلاسه كړي. د ولسي جرګې دويم ځلي انتخاباتو ته بكتاش سياوش، سيد اسحاق ګيلاني، صديق احمدعثماني، عبيدالله رامين او هما سلطاني ځانونه نومولي دي.
نوې ولسي جرګې نن يوځل بيا د خپل مشر د ټاکلو لپاره رايه واچوله، چې هيڅ يو كانديد ونتوانيد د استازو اكثريت ترلاسه كړي.
د ولسي جرګې دويم ځلي انتخاباتو ته بكتاش سياوش، سيد اسحاق ګيلاني، صديق احمدعثماني، عبيدالله رامين او هما سلطاني ځانونه نومولي دي.
په لومړي دور كې نوماندانو په لاندې ډول رايي خپلې كړې ،بكتاش سياوش ۱۴ ، اسحاق ګيلاني ۴۱، صديق احمد عثماني ۹۴، عبيدالله رامين ۱۹ او هما سلطاني ۴۸ ، چې زياتې رايي صديق احمد عثماني او هما سلطاني ترلاسه كړې دي.
په دغه رايې اچو ونې كې نولس سپينې او اته باطلې اعلان شوي.
د ولسي جرګې غړو د تېرې شنبې په ورځ د ريئس د ټاکلو لپاره دوه ځلې رايې واچولې، خو د څلورو کانديدانو په منځ کې يوه هم د رايو غوڅ اکثريت ترلاسه نشو کړای.
په دغو څلورو کې کسانو کې عبدالرب رسول سياف، يونس قانوني، عبدالظاهر قدير او ميرويس ياسيني شامل وو.
د ولسي جرګې ننيو انتخاباتو ته پنځو تنو ځانونه کانديد کړي وو ، چې له رايې شميرنې وروسته معلومه وشوه، چې هيڅ يو كانديد ونتوانيد دنماينده گانو غوڅ اكثريت ترلاسه كړي، نو پكرېكړه وشوه، چې همدا نن له غرمې وروسته به د دوو كانديانو ترمنځ، چې زياتې رايي خپلې كړي راى ګيري وشي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

