په تخار ولايت كې سلګونو تنو نن د هغو امنيتي مسوولينو پر ضد لاريون وكړ، چې ويل كيږي په دوو بندي نجونو يې جنسي تېرى كړى. دغو كسانو وروسته تر هغه نن سهار د تخار ولايت په كلكان ولسوالۍ كې پر لاريون لاس پور كړ، چې يوې بندي نجلۍ اعتراف وكړ، چې د دغه ولايت د كلكان ولسوالۍ سرپرست ولسوال عبدالجبار پرې جنسي تېرى كړى دى.
په تخار ولايت كې سلګونو تنو نن د هغو امنيتي مسوولينو پر ضد لاريون وكړ، چې ويل كيږي په دوو بندي نجونو يې جنسي تېرى كړى.
دغو كسانو وروسته تر هغه نن سهار د تخار ولايت په كلكان ولسوالۍ كې پر لاريون لاس پور كړ، چې يوې بندي نجلۍ اعتراف وكړ، چې د دغه ولايت د كلكان ولسوالۍ سرپرست ولسوال عبدالجبار پرې جنسي تېرى كړى دى.
بلخوا د تخار ولايت د كلكان ولسوالۍ سرپرست ولسوال عبدالجبار پر خپل ځان لګېدلى تور په كلكه رد كړى او دا يې د مخالفينو دسيسه بللې ده.
داپه داسي حال كې ده، چې تېره ورځ د هرات ولايت له چشت شريف ولسوالۍ څخه په يوې نجلۍ د جنسي تېري خبرونه هم وركړل شوي و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

