ads

په ځاځي اريوب كې د محلې پوليسو د ډېرښت غوښتنه

د پكتيا ولايت د ځاځي اريوب ولسوال وايي، چې په ياده ولسوالۍ كې دې د محلي پوليسو شمېر زيات شي. دى وايي: ځاځي اريوب يوه سرحدي ولسوالي ده او په كم شمېر محلي پوليس نه شي كولاى چې د سيمې امنيت په سم ډول ونيسي. د پكتيا ولايت د ځاځي اريوب ولسوال وايي، چې په […]

نویسنده: TKG
12 سلواغه 1389

د پكتيا ولايت د ځاځي اريوب ولسوال وايي، چې په ياده ولسوالۍ كې دې د محلي پوليسو شمېر زيات شي. دى وايي: ځاځي اريوب يوه سرحدي ولسوالي ده او په كم شمېر محلي پوليس نه شي كولاى چې د سيمې امنيت په سم ډول ونيسي.

د پكتيا ولايت د ځاځي اريوب ولسوال وايي، چې په ياده ولسوالۍ كې دې د محلي پوليسو شمېر زيات شي.

دى وايي: ځاځي اريوب يوه سرحدي ولسوالي ده او په كم شمېر محلي پوليس نه شي كولاى چې د سيمې امنيت په سم ډول ونيسي.

د اريوب ولسوال ازاد خان وايي: د اړتيا له مخې بايد په دې ولسوالۍ كې ۶۰۰ تنه محلي پوليس موجود وي تر څو د كليو او بانډو امنيت په ښه ډول ونيسي.

دا مهال چې دې ولسوالۍ ته د ۲۲۵ تنو محلي پوليسو تشكيل وركړل شوى دى ولسوال يې كم بولي.

تر دې دمه چې په اريوب ولسوالۍ كې لا محلي پوليس روزل شوي نه دي، خو دې ليكو ته د ځوانانو د جلب چارې يې پيل شوې دي.

ولسوال ازاد خان وايي: په ولسوالۍ كې يې مېشت ولسونه وخت ناوخت بې له كوم امتيازه د سرحد ساتنه كوي، نو كه چېرته محلي پوليس ورته زيات كړاى شي د د فاع قوه به يې لا پياوړې شوې وي.

د پكتيا امنيه قومندان مل پاسوال عبدالغفار ساپى د اريوب ولسوالۍ د موقعيت له مخې مهمه ارزوي او مېشت ولسونه يې هم د هېوادنۍ د فاع په برخه كې مهم بولي.

د ځاځي اريوب ولسوال ازاد خان هم دا ولسوالي له ستراتيژيك پلوه مهمه بولي او د څو لسيزو د وړاندې شاليد په اړه يې وايې.

د تاريخ په اوږدو كې وخت ناوخت د پكتيا په ولايت كې امنيتي چارې د سيمه ييزو پوليسو چې د اربكيو په نوم يادېدل سمبالېدلې، خو اوس دا قومي سيستم پكې نابود شوى، له كومه چې د كورنيو چارو وزارت د محلي پوليسو د جوړېدو لپاره كړنلاره جوړه كړې په دې ولايت كې هم د څمكنيو او ډنډپټان په ولسواليو كې محلي پوليس روزل شوي دي، خو په دې ورستيو كې يې په يوې بلې سرحدي ولسوالۍ اريوب كې هم د روزنې تابيا نيول شوې دا چې محلي پوليس د ګوتو په شمېر ورځو كې روزل كېږي كه څه كارپوهان يې د روزنې وخت كم بولي خو په پكتيا كې يې د سيمې څارونكي د ټيكاو د راوستو تر څنګ د وزګارتيا د محوې په چاره كې ښه ارزوي چې په دې سره به ګڼ شمېر ځوانانو ته يوه بوختيا پيدا شوې وي.

د پكتيا له مركز ګرديز څخه په لرې واټن كې د پرتو ولسواليو ځوانان په داسې حال كې د محلي پوليسو په ليكو كې ودرېږي چې د دې ولايت نږدې (۶۰%) ځوانان وزګار ګرځي او ډېرى هغه يې دې ليكو ته د ورتګ هڅه كوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA