د هلمند امنتي چارواكي وايي، چې په كجكي ولسوالۍ كې به په نږدو راتلونكي كې د امنيت د ټينګښت په موخه پراخ عمليات پيل كړي. سيمه ييز چارواكي ډاډ څرګندوي، چې د دغو عملياتو په تر سره كولو سره به د دې ولسوالۍ ټولې سيمې له وسله وال مخالفينو پاكې شي او د بيارغونې كارونو ته به لاره هواره شي.
د هلمند امنتي چارواكي وايي، چې په كجكي ولسوالۍ كې به په نږدو راتلونكي كې د امنيت د ټينګښت په موخه پراخ عمليات پيل كړي.
سيمه ييز چارواكي ډاډ څرګندوي، چې د دغو عملياتو په تر سره كولو سره به د دې ولسوالۍ ټولې سيمې له وسله وال مخالفينو پاكې شي او د بيارغونې كارونو ته به لاره هواره شي.
د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انګار د چهار شنبي په ورځ په كجكي ولسوالۍ كې خبريالانو ته وويل چې په دغه ولسوالۍ كې د عملياتو موخه د دولت د وسله والو مخاليفينو ځپل، هر اړ خيزې بيارغونې او پرمختګ ته زمينه برابرول او د ډاډمن امنيت رامنځته كول دي.
خو نومړي دا ونه ويل، چې پهې دې عملياتو كې به كوم ځواكونه برخه واخلي او نه يې هم د عملياتو د پیل كره وخت په ډاګه كړ.
د قوماندان په خبره: اوس مهال په كجكي ولسوالۍ كې له بهرنيو ځواكونو سره يوازې پوليس د امنيت په ساتلو بوخت دي، چې شمېر يې هم د اړتيا په اندازه دى، خو که لازیاته اړتيا پيدا شي نور افغان سرتيري به هم سيمې ته ور ولېږي.
په همدې حال كې په هلمند كې د ۲۱۵ ميوند قول اردو مرستيال غلام فاروق پرواني هم وايي، چې دوى غواړي په كجكي ولسوالۍ کې دعملياتو په موخه خپل ځواكونونه ځاى پرځاى كړي او د عملياتو له لپاره تيارى ونيسي.
پرواني وويل، چې دغه عمليات په سيمه كې ډېر اقتصادي او امنیتي اهميت لري، ځكه د دې عملياتو په پاى كې به د كجكي او سنګين تر منځ د غځيدلي سړك د جوړېدو كار پيل شي او د كجكي د بريښنا په بند كې به د بريښنا د توليد ظرفيت د لوړولو په موخه كار پيل شي.
د قول اردو مرستيا ل زياته كړه، چې په دغه عمليات كې به د ملكي وګړو د بيځايه كولو، مرګ ژوبلې او نورو مالي زيانونو مخه نيول كيږي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې په سنګين ولسوالۍ كې هم دا ډول عمليات پيل شوي وو، چې د سيمه ييزو خلكو د تمې خلاف تر دې مهاله په كې د امنيت څرك نه لګي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

