ads

پر ولايتي ادارې د يو شمېر خوګياڼيوالو نيوكې

د ننګرهار پرشېرزادو او خوګياڼو ولسواليو د سېلاب توپان له پيله سره له دې چې تر مياشت زياته موده پوره کېدونکې ده، خلک يې د ولايتي ادارې ترژمنو وروسته هم دغلته د رغنيزو پروژو له نه پيليدو شکايت کوي.     د ننګرهار پرشېرزادو او خوګياڼو ولسواليو د سېلاب توپان له پيله سره له دې […]

نویسنده: TKG
12 سلواغه 1389

د ننګرهار پرشېرزادو او خوګياڼو ولسواليو د سېلاب توپان له پيله سره له دې چې تر مياشت زياته موده پوره کېدونکې ده، خلک يې د ولايتي ادارې ترژمنو وروسته هم دغلته د رغنيزو پروژو له نه پيليدو شکايت کوي.

 

 

د ننګرهار پرشېرزادو او خوګياڼو ولسواليو د سېلاب توپان له پيله سره له دې چې تر مياشت زياته موده پوره کېدونکې ده، خلک يې د ولايتي ادارې ترژمنو وروسته هم دغلته د رغنيزو پروژو له نه پيليدو شکايت کوي.

دوى وايي د عملياتو له پيله يې ولايتي چارواکو په دې ژمنه عملياتو سره مرسته غوښتې وه چې د وضعې په کراريدو به يې ستونزې ورحليږي.

خو د دوى په خبره چې تراوسه داسې څه نه دي شوي او پخوانۍ ستونزې يې لاهم  ورسره ملګري پاتې دي.

دا خلک چې روغتيايي اسانتياوو ته کم لاسرسى،د ځينو مهمو سړکونو ناپوخوالى،په سيمه کې يې د ښوونيزو هڅو کمرنګوالى او په ټوله کې د خلکو بې روزګاري او فقر هلته د پخوانيو ناامنيو لاملونه ګڼي،وايي که سيمې يې له رغنيزو پروژو او مناسبې حکومتي پاملرنې برخمنې نه شي،ښايي بيا پکې د ناامنۍ پېښې او دولت ضدې هڅې  سر راپورته کړي.

محمد ولي چې د شېرزادو استوګن دى،وايي که والي او نورچارواکي خلکو سره د ټولګټو پروژو کړې ژمنې پرځاى نه کړي،بيابه د سيمې وضعيت خراب شي.

د محمد ولي په ويناتراوسه داسې څه نه دي شوي چې شېرزادو ياخوګياڼو ته د ولايتي ادارې د پاملرنې بېلګه وګڼل شي.

د خوګياڼو يو استوګن زرجان هم ورته نظر اوګيله لري.

دى وايي:ضرور ده چې ولايتي چارواکي خپلې ژمنې پوره کړي،که داسې ونه کړي،په خوګياڼو او شېرزادو کې راوستى امنيت به بيازيانمن شي.

د سېلاب توپان د روانو تصفيوي عملياتو په لومړيو کې چارواکو د خلکو  ترڅنګ رسنيو ته هم په شېرزادو او خوګياڼو کې د رغنيزو هڅو د ژر پيلولو ژمنې ورکړې وې.

دا عمليات چې مشري يې په ختيز کې مېشت ملي اردو ځواکونه کوي،قومندان يې بريد جنرال محمد افضل د يوې ځانګړې مرکې پرمهال کليد ته ويلي وو چې له خپلو وسله والو مخالفينو څخه د شېرزادو نيونې سره سم به دې او ورسره خواکې خوګياڼو ولسوالۍ کې د خلکو په خوښه رغنيزې او ټولګټې پروژې پيليږي.

جنرال د پروژو پيلول د ننګرهار د بېلا،بېلو ولايتي ادارو او همدې ولايت کې د مېشتې امريکايي رغنيزې ډلې(پي،آر،ټي)ژمنې ګڼلې وې.

د ننګرهار والي  ګل آغاشېرزي هم په شېرزادو کې د دې ولسوالۍ ترنيونې وروسته د شېرزادو خلکو ته د يوې لويې غونډې پرمهال په دې ټکو د رغنيزو پروژو د پيل ژمنه ورکړې وه.

((لس مياشتې د شېرزادو په ولسوالۍ کې د دشمن لخواڅخه،او د بېګانه وو لخواڅخه دغه منطقه ناامنه وه،زمونږ قومونه او ولسونه تهديد لاندې وو،موژ ملي اردو،پوليس ،ايتلافي ځواکونه راغلله،دلته يې پاکسازي وکړله،نن الحمدالله شېرزادو ولسوالۍ خلکو ته خپله منطقه بيرته ازاده شوله،دلې پوستې ورته ايجاديژي،پروژې ورکول کېژي)).

په ننګرهار کې ډېرې رغنيزې پروژې د ملي پيوستون د پروګرام لخوا چې د کليو او پراختيارياست اړوند دى،ترسره کېږي.

د دې رياست وياند سيدمعروف سادات مو وپوښت چې خوګياڼو او شېرزادو ولسواليو  ته د شوو رغنيزو پروژو خبره عملي شوې کنه؟

ده وويل:په خوګياڼو کې يې رياست پخوا هم څلوېښت سيمه ييزې پراختيايي شوراګانې لرلې چې د بيارغونې پروژې يې پلې کولې او اوس پکې د څلوېښت نورو داسې شوراګانو د جوړولو هڅه روانه ده.

د کليو پراختيارياست وياند د شېرزادو په اړه چې د خوګياڼو ترخلکو يې استوګن ډېر ګيله من دي،مني چې تراوسه پکې د بيارغونې کومه تازه هڅه نه ده شوې.

خو وايي پلان کې شته چې ژر هلته هم پراختيايي شوراګانې جوړې شي.

د ننګرهار والي ګل آغاشېرزى بياد خوګياڼو او شېرزادو د خلکو نيوکې نه مني او وايي خپلې ژمنې يې عملي کړي او يوازې د ديارلس ميلونه امريکايي ډالرو په ارزښت يې دې ولسواليو ته د دوو سړکونو د غځولو چارې پيل کړي.

خو دا چې دا سړکونه په کومو سيمو کې دي او د چا لخوا يې کله کار پيل شوى،څه نه وايي.

د ننګرهار شېرزادو ولسوالي د سولې د کور په نامه د ياديدونکي دې ولايت هغه ولسوالي وه چې نېږدې لس مياشتې پرې تر افغان حکومته ډېر د دوى وسله وال مخالفين واکمن وو او خوګياڼو  ولسوالي چې دې ولسوالۍ سره خوا کې ده هم د ناامنيو له اغېزو خوندي نه وه.

د ځينو په اند که دې ولسواليو کې د دولت د وسله والو مخالفينو تر کمزوري کېدو وروسته اوس دغلته ولايتي چارواکي د ولسي ستونزو په حلولو سره  ولسي ملاتړ را خپل نه کړي،په بل وخت کې چې د ژمي تر تېريدو وروسته بياپکې ښايي دولت ضد وسله وال پياوړي شي،ګرانه به  وي چې افغان چارواکي بيادغلته په اسانۍ سره د پيليدونکو ناامنيو پروړاندې مبارزه وکړاى شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA