ads

ننګرهار كې د كوكنارو اړولو خبر وركړل شو

په ننګرهار کې د کوکنارو پر ضد د مبارزې کمېسيون  پخپله خوښه د دې ولايت د کروندګرو له لوري د پنځوس سلنه کرل شويو کوکنارو د اړولو خبر ورکوي. د ننګرهار د والي د دفتر  رييس مسعود احمدعزيزي چې د دې کمېسون مشر دى،     په ننګرهار کې د کوکنارو پر ضد د مبارزې […]

نویسنده: TKG
12 سلواغه 1389

په ننګرهار کې د کوکنارو پر ضد د مبارزې کمېسيون  پخپله خوښه د دې ولايت د کروندګرو له لوري د پنځوس سلنه کرل شويو کوکنارو د اړولو خبر ورکوي. د ننګرهار د والي د دفتر  رييس مسعود احمدعزيزي چې د دې کمېسون مشر دى،

 

 

په ننګرهار کې د کوکنارو پر ضد د مبارزې کمېسيون  پخپله خوښه د دې ولايت د کروندګرو له لوري د پنځوس سلنه کرل شويو کوکنارو د اړولو خبر ورکوي.

د ننګرهار د والي د دفتر  رييس مسعود احمدعزيزي چې د دې کمېسون مشر دى، كه څه کليد سره د مرکې پرمهال ونه ويل، چې ننګرهار کې د کرل شوو کوکنارو کچه څومره ده، خو كمه يې وبلله  او زياته يې كړه، چې هغه هم په لرې غره ييزو سيمو کې کرل شوي چې تراوسه يې هم د اړونې هڅې روانې دي.

عزيزي ادعا وکړه چې کروندګر يې پخپله خوښه کوکنار اړونې  ته قانع کړي.

د کوکنارو د فصل اړونې د کمېسيون مشر د کليد د دې پوښتنې په ځواب کې، چې کوکنار اړوونکو کروندګرو سره به د ولايتي ادارې بديله مرسته څه وي؟ وويل: دوى سره د کوکنار اړونې پرسر سوداګري نه کېږي بلکې د قانون د امر له مخې ضرور ده، چې خلک کرل شوي کوکنارواړوي.

مسعود عزيزي د کليد يوې بلې پوښتنې ته په ځواب کې وويل:د  ننګرهار ولايتي اداره دغلته په اقتصادي، کرنيز او صنعتي برخو کې د بې روزګارۍ او کوکنارو کر د مخنيوي لپاره د پروژو پيلولو پلان لري، خو نورجزيات يې روښانه نه کړل.

د ننګرهار د والي د دفتر رييس پر داسې مهال دا خبرې کوي، چې ډېر کوکنار کرونکي کروندګر د فصلونو د اړولو په بدل کې دوى سره د اقتصادي مرستو او ورته د کاري اسانتيابرابرونې غوښتنې لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA