د ننګرهار والي په کور دننه د دولت د وسله والو مخالفينو ترڅنګ د ډېورنډ کرښې هغې غاړې ته هم مېشتو د دولت وسله والو مخالفينو سره د سوله ييزو خبرو د پيل خبر ورکوي او وايي: هيله من دى، چې ژر به يې دا خبرې مثبتې پايلې ورکړي.

والي ګل آغاشېرزي دا خبره کليد ته د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وکړه.
ده په دې مرکه کې د دې خلکو شمېر ونه ښود، خو په ننګرهارکې يې له مېشتو دولت ضدو په دې خوښي وښوده، چې د سوله دوستۍ له مخې يې د يوه ښوونځي ودانۍ هم تراوسه نه ده زيانمنه کړې.
د ننګرهار والي کليد ته دغه راز په سوله ييزو هڅو کې د پوليسو، ملي امنيت او ولايتي شورا د وکيلانو ونډه هم ياده کړه او ويل يې: پرده سربېره دوى هم د سولې بهير د پياوړتيالپاره پرهڅو بوخت دي.
د ننګرهار والي، دا خبرې پر داسې مهال کوي، چې پرون دې ولايت کې دوه تنه، چې ځانونه يې د تازه کرارې شوې شېرزادو ولسوالۍ او د دولت وسله وال مخالفين ګڼل، د سولې له بهير سره يو ځاى او خپلې وسلې يې حکومت ته وسپارلې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ