نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه د کندهار ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند قبا مسجد ته څېرمه د دې ولايت پر امنيه قوماندان چاودنه شوې خو مرګ ژوبله نه لري.
نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه د کندهار ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند قبا مسجد ته څېرمه د دې ولايت پر امنيه قوماندان چاودنه شوې خو مرګ ژوبله نه لري.
د کندهار امنيه قوماندان لوى پاسوال خان محمد مجاهد کليد ته ته د پېښې پخلى وكړ او زياته يې كړه، چې پېښه هغه مهال په يوه كراچۍ كې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونكو توكو پر مټ رامنځته شوه، چې دى له سيمې څخه په تېرېدو و.
د مجاهد په وينا: پېښه كې هېچا ته هم مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


