د کونړ چارواکي د ناڅرګندو وسله والو له منګولو د دې ولايت د شپږو قومي مشرانو د خوشې کېدو خبرورکوي. دغه قومي مشران، چې شمېر يې پېنځلس تنه ښودل شوى، له سرحدي ولسوالۍ مرورې څخه
د کونړ چارواکي د ناڅرګندو وسله والو له منګولو د دې ولايت د شپږو قومي مشرانو د خوشې کېدو خبرورکوي.
دغه قومي مشران، چې شمېر يې پېنځلس تنه ښودل شوى، له سرحدي ولسوالۍ مرورې څخه شپږ ورځې وړاندې ناڅرګندو وسله والو تښتولي وو.
د کونړ امنيې قومندان خليل الله ضيايي، چې مخکې يې تښتول شوي کليد ته قومي مشران او تښتونکي يې وسله وال طالبان ګڼلي وو اوس له نورو جزياتو پرته وايي: دوى قومي مشران نه بلکې ولسي خلک دي، چې شپږ تنه يې پرون ورځ خوشې شوي.
بلخوا د کونړ د ولايتي شورا رييس مياحسن عادل په ټينګار سره تښتول شوي قومي مشران ګڼي او د راخوشې شويو شمېر يې پينځه تنه ښيي.
دى وايي: په خوشې شويو پسې يې يوازې شورا جرګې پيل کړي، چې نور يې هم ښايي پرېښودل شي.
د ولايتي شورا رييس دغه راز قومي مشرانو ته له امنيتي ستونزو سرټکوي او پوليس تورنوي، چې دې برخه کې د همکارۍ پرځاى په غلا او چپاول اخته دي.
د دوى تښتونکي چارواکو وسله وال طالبان ګڼلي، خو طالب وياند کليد ته په دې اړه ناخبري ښودلې.
بلخوا وېل کېږي، چې په سيمه کې د قاري سجاد په نامه يو تن چې ځان يې د طالبانو ځايي وياند ګڼلى، د تښتونې مسؤليت پرغاړه اخېستى او ويلي يې دي، چې کسان يې په دې يرغمل کړي، چې د کورنۍ غړي يې افغان پوځ او پوليسو کې دندې لري.
مروره د ډېورنډ کرښې ته نېږدې د کونړ هغه سرحدي ولسوالي ده، چې څو مياشتې وړاندې پکې د دولت د وسله والو مخالفينو پرضد افغان او بهرنيو ځواکونو څو ورځيني قوي عمليات ترسره کړل.
خو سره له دې هم وېل کېږي چې د چارواکو د دعوې خلاف د دوى وسله وال مخالفين له زوره نه دي لوېدلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

