د کندوز په قلعه ذال ولسوالۍ كې د ځايي روغتیاپالو پر موټر بمي چاودنه شوې، چې له کبله یې ۵ تنه ټپیان شول. د قلعه ذال ولسوال شیخ سعیدالدین د پېښې پخلى كوي او زياتوي، چې دغه پیښه نن غرمه مهال د همدې ولسوالۍ په جمعه وزیر سیمه کې د ځايي کلینک د ډاکترانو پر موټر رامنځته شوې.
د کندوز په قلعه ذال ولسوالۍ كې د ځايي روغتیاپالو پر موټر بمي چاودنه شوې، چې له کبله یې ۵ تنه ټپیان شول.
د قلعه ذال ولسوال شیخ سعیدالدین د پېښې پخلى كوي او زياتوي، چې دغه پیښه نن غرمه مهال د همدې ولسوالۍ په جمعه وزیر سیمه کې د ځايي کلینک د ډاکترانو پر موټر رامنځته شوې.
نوموړي زياته كړه، چې په پېښه كې د يوه ټپي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او پاتې نور ښه دي.
د برید پړه لا چا پرغاړه نه ده اخیستې.
د يو بل خبر له مخې د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې د دوو سيمه ييزو قومندانانو ترمنځ شخړه رامنځته شوې، چې په پايله كې يې ۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د نهرین امنیه قومندان زلمى صافى د پېښې د پخلي ترڅنګ كليد ته وويل، چې دغه شخړه د یوه دوکان پر سر رامنځ ته شوې، چې له كبله يې ۳ تنه وژل شوي او یو ټپي دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

