ايتلافي او افغان ځواکونه وايي، په جلال اباد ښار کې يې د پوځي عملياتو پرمهال دوه وسله وال طالبان نيولي. په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو له مطبوعاتي ادارې څخه کليد ته راغلې خبرپاڼه کې د عملياتو کره ځاى نه دى ياد شوى خو د ترسراوي وخت يې پرون ورځ ښودل شوې ده.
ايتلافي او افغان ځواکونه وايي، په جلال اباد ښار کې يې د پوځي عملياتو پرمهال دوه وسله وال طالبان نيولي.
په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو له مطبوعاتي ادارې څخه کليد ته راغلې خبرپاڼه کې د عملياتو کره ځاى نه دى ياد شوى، خو د ترسراوي وخت يې پرون ورځ ښودل شوې ده.
خبرپاڼه ادعاکوي چې يونيول شوى تن د طالبانو د يوې ډلې مشر او پردولت پلوو ځواکونو د ځينو بريدونو سمبالګرو.
ايتلافي ځواکونو د بل نيول شوي تن په اړه ويلي چې شکمن دى اوپوښتنې ترې پيل روانې دي.
خو د ننګرهارامنيې قومندان مل پاسوال علي شاه پکتياوال عمليات په پرون ورځ نه بلکې د تېرې شپې اوږدو کې ترسره شوي ګڼي او وايي نيول شوي کسان پکې د شېرزادو ولسوالۍ استوګن او پردولت ضدو هڅو تورن دي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بياکليد ته رد کړه چې ګواکې نيول شوي کسان يې وسله وال ملګري دي.
په ننګرهار کې څه موده وړاندې هم د دولت د وسله والو مخالفينو په نامه په پرله پسې ډول د ورته عملياتو پرمهال د يو شمېرکسانو د نيونې اعلان وشو چې تراوسه يې لا د برخليک په اړه معلومات نشته.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

