ads

ډاياګ ته ۳۲ ميله بېلابېلې وسلې وسپارل شوې

د هلمند د ملي امنيت مسئولينو دوه ديرش ميله سپكې او درنې وسلې د ډاياګ پروسې ته وسپارلې. په هلمند كې د ډاياګ مسئول وايي د دې ادارې له جوړښت وروسته په هلمند كې له اته سوو څخه زياتې وسلې له ټولو امنيتي ادارو دوي ته سپارل شوي دي. د هلمند د ملي امنيت مسئولينو دوه […]

نویسنده: TKG
11 سلواغه 1389

د هلمند د ملي امنيت مسئولينو دوه ديرش ميله سپكې او درنې وسلې د ډاياګ پروسې ته وسپارلې. په هلمند كې د ډاياګ مسئول وايي د دې ادارې له جوړښت وروسته په هلمند كې له اته سوو څخه زياتې وسلې له ټولو امنيتي ادارو دوي ته سپارل شوي دي.

د هلمند د ملي امنيت مسئولينو دوه ديرش ميله سپكې او درنې وسلې د ډاياګ پروسې ته وسپارلې.
په هلمند كې د ډاياګ مسئول وايي د دې ادارې له جوړښت وروسته په هلمند كې له اته سوو څخه زياتې وسلې له ټولو امنيتي ادارو دوي ته سپارل شوي دي.
د ملي امنيت مرستيال ډګروال محمود رسنيو ته وويل، چي دغه وسلي يې په تېرو شپږو مياشتو كې د دولت د وسله والو مخالفينو ترڅنګ د بېلابېلو افراتيفي عملياتو په ترڅ كې نيولي وې.
هغه وويل: په دغه موده كې يې تر دوه ديرش ډيرې وسلې نيولي دي مګر نورې ځكه ډاياګ ته نه سپاري، چې دوى خپله د ملي امنيت د داخلي تشكيل د پراختيا په خاطر وسلو ته اړتيا لري.
نوموړي زياته كړه: د دې وسلو سره يې ګڼ شمېر كسان هم نيولي دي، چې يا يې محاكمه بشپړه شوې او يا يې هم دوسيې تر څېړنو لاندې دي.
په هلمند كې د ډاياګ پروسې مسئول ډګروال محمد نسيم وايي: هغه وسلې، چې دوى ته د امنيتي ادارو له لوري سپارل كېږي دوى يې د ملي دفاع وزارت ډيپوګانو ته سپاري.
هغه وويل: د دغه دوه دېرش ميله وسلو سره دوى په تېرو درېيو كلونو كې اته سوه او دولس ميله وسلې تر لاسه كړي دي.
ډګروال محمد نسيم زياته كړه: څه موده وړاندې هم د هلمند د ملي امنيت رياست له لوري دوى ته  ۱۱۲ميله بېلابېلې وسلې او ګڼ شمېر چاودېدونكي توكي سپارل شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA