ځايي پوليسو په كندوز كې د وسله والو طالبانو له منګولو دوه تنه، چې د دوى لخوا په اعدام محكوم شوي وو، ازاد كړل. د كندوز ولايت امنيې قومندان مل پاسوال عبدالرحمن سيدخيلي په
ځايي پوليسو په كندوز كې د وسله والو طالبانو له منګولو دوه تنه، چې د دوى لخوا په اعدام محكوم شوي وو، ازاد كړل.
د كندوز ولايت امنيې قومندان مل پاسوال عبدالرحمن سيدخيلي په دې اړه رسنيو ته وويل: چې دغه كسان د امام صيب ولسوالۍ د كلباد سيمې اوسېدونكي وو او پر دوى تور و، چې په كندوز ولايت كې يې مېشتو بهرنيو ځواكونو ته جاسوسي كوله.
ويل كېږي، چې د يوه تن له پنجو څخه يې نوكان هم ويستي او پر بدن د قنداغونو نښې د طالبانو لخوا د دوى د وهلو ښكارندويي كوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

