ads

لیلامي جامې؛ راشه که تودېږي

كه څه هم د هېواد د يو شمېر سيمو په څېر د خوست ولايت هوا په ژمي كې ډېره سړه نه وي، خو دومره وي چې خلك د ژمي د سړو شپو ورځو په رارسېدو د سون توكو او ګرمو جامو تيارى ونيسي. كه څه هم د هېواد د يو شمېر سيمو په څېر د […]

نویسنده: TKG
11 سلواغه 1389

كه څه هم د هېواد د يو شمېر سيمو په څېر د خوست ولايت هوا په ژمي كې ډېره سړه نه وي، خو دومره وي چې خلك د ژمي د سړو شپو ورځو په رارسېدو د سون توكو او ګرمو جامو تيارى ونيسي.

كه څه هم د هېواد د يو شمېر سيمو په څېر د خوست ولايت هوا په ژمي كې ډېره سړه نه وي، خو دومره وي چې خلك د ژمي د سړو شپو ورځو په رارسېدو د سون توكو او ګرمو جامو تيارى ونيسي.

په ژمي كې خوستیان هم د معمول له مخې غټ او وړين لباس اغوندي چې خوست ته دا وړين توكي له ګاونډيو او نورو بهرنيو هېوادونو راوړل کېږي.

په دې کې ډېره برخه یې هغه لیلامې او ارزانه بنیانونه، جمپرونه او کوټونه وي چې په وار وار په نورو هېوادونو کې استعمال شوي وي.

عبدالهادي د خوست ښار په يوه ګوښه كې د ليلامي جامو په بازار کې د لیلامي بنیانونو یوې لویې خرۍ ته ولاړ دى.

په داسې حال كې چې پر چپرکت کې اچول شوي بنیانونه او جمپرونه سره لاندې باندې کوي په لوډسپیکر کې پر خلکو داسې آوازونه هم کوي چې (( هی هی، قسمت خوره، راشه كنه، دا واله، دا وګوره، ۵۰ افغانۍ، ۵۰ افغانۍ، راشه كه تودېږې.))

د خوست د لیلامې جامو په بازار کې د فرارو سيمې يو تن اوسيدونكى عبدالقديم هم حضور لري، هغه چې خپلو ماشومانو ته د جامو په پېرلو بوخت دی، وايي: ((د وړو ماشومانو لپاره د ژمي تودې جامې اخلم، هوا ډېره سړه ده، وېرېږم چې ساړه یې راته ونه وهي.))

هغه وايي:((ژمنیو ناروغیو هم زور اخیستی، غريبي ده، نوې نوزې جامې نه شم اخيستى، قيمته دي، مجبوريم ليلامي مال چې په ښار كې په لږو پيسو پيدا كېږي او ښه تاوده دي، واخلم.))

د خوست ښار يو بل اوسيدونكى عبدالله، بيا لیلامي مال د بې وسو لپاره تر وس لاندې بولي او وايي: ((نوې توکي هغه څوك اخلي چې جيبونه يې له پيسو ډك وي، زموږ لپاره همدا ښه دي.))

عبدالله زیاتوي: (( قيمتونه له آسمان سره خبرې كوي، ليلام زموږ لپاره غنميت دی، غنيمت، تاسې د خلکو له حاله څه خبریاست؟))

خو ځینې نور بیا وايي چې د لیلامي توکو او جامو په استعمال یې په کورنیو کې ناروغۍ خپرې شوې دي.

د خوست ښار د وچې خوړې اوسیدونکی عبدالولي وایي چې کال وړاندې له پاکستان څخه تر راستنېدو وروسته یې لیلامي بنیانونو، کورتیو، بړستنو او کمپلو ته اړتیا شوه، خو په خبره یې چې کاشکې یې دا توکي نه وای استعمال کړي.

هغه وايي چې د ليلامي توكو له استعمال وروسته يې د ماشومانو پر بدن يو ډول خارښت ولګېد او په يوه شپه يې ماشومانو ځانونه دومره ګرولي وو چی له پښو او لاسو يې هغه د چا خبره څک څک وینې څڅېدې: (( له هماغه راهیسې مې پرېکړه وکړه چې لیلامي شیان به کورته نه راوړم.))

عبدالولي یوازینی تن نه دی چې له لیلامي جامو د ناروغیو د خپرېدو خبره کوي، بلکې په خوست کې د جلدي ناروغیو معالج ډاکتر جلال فیض هم په همدې باور دی.

ډاکټر فیض وايي چې لیلامي جامې د پوستکي څو ډوله ناروغۍ پیدا کولای شي: (( د ((تمبکو)) یا د غټو دانو ناروغي پیدا کوي چې له دې یوه بله ناروغي د ((سکیبیز)) په نوم خورېدای شي. ((سکیبیز)) تقریبا ساري بڼه لري، په سړي خارښت لګېږي او نورو ته هم سرایت کوي.))

نوموړی زیاتوي: ((دا لباس کولای شي د انټراکس ساري او زخمي ناروغي هم انتقال کړي.))

که څه هم ډاکټر فیض د لیلامي جامو له استعماله خلک راګرځوي، خو په خبره یې که بیا یې هم اړتیا احساس شي، ضروري ده چې دا ډول لباس تر پېرلو وروسته په جوش اوبو او صابون پریولل شي.

د ملګرو ملتونو د یوې سروې له مخې د افغانستان په سلو کې تر ۶۵ وګړي د فقر ترکچې ټیټ ژوند لري چې ښايي اکثره یې د بې وزلۍ له کبله لیلامي او ارزانه جامې هم وکاروي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA