ads

كونړ كې ۱۵ دولت پلوي قومي مشران وتښتول شول

د کونړ له مرورې ولسوالۍ څخه وسله والو طالبانو له څلور ورځو راهيسې شاوخوا پينځلس دولت پلوه قومي مشران تښتولي او يرغمل کړي. د کونړ د ولايتي شورا رييس حاجي مياحسن عادل وايي: د کونړ له مرورې ولسوالۍ څخه وسله والو طالبانو له څلور ورځو راهيسې شاوخوا پينځلس دولت پلوه قومي مشران تښتولي او يرغمل […]

نویسنده: TKG
11 سلواغه 1389

د کونړ له مرورې ولسوالۍ څخه وسله والو طالبانو له څلور ورځو راهيسې شاوخوا پينځلس دولت پلوه قومي مشران تښتولي او يرغمل کړي. د کونړ د ولايتي شورا رييس حاجي مياحسن عادل وايي:

د کونړ له مرورې ولسوالۍ څخه وسله والو طالبانو له څلور ورځو راهيسې شاوخوا پينځلس دولت پلوه قومي مشران تښتولي او يرغمل کړي.

د کونړ د ولايتي شورا رييس حاجي مياحسن عادل وايي: له بچې کلي څخه تښتول شويو دې قومي مشرانو کې يو شمېر يې د مرورې د پراختيايي شورا غړي دي، چې دوى ترهڅو وروسته هم په راخوشې کولو کې يې پاتې راغلل.

مروره، چې د ډيورنډ کرښې ته ډېره لنډه پرته ده، د ولايتي شورا رييس يې په دې تښتونه کې د کرښې د هغې غاړې د مېشتو وسله والو طالبانو د لاس لرلو ګومان هم کوي.

د کونړ امنيې قومندان مل پاسوال خليل الله ضيايي بيا دې تښتونه کې د پاکستاني طالبانو د لاس لرلو، يا نه لرلو څه نه وايي، خو د اطلاعاتو له مخې يې وايي، چې تښتول شوي قومي مشران له کرښې هغې غاړې ته نه دي بيول شوي.

د کونړ دا ولسوالي څو مياشتې وړاندې د وسله والو طالبانو پرضد د افغان او بهرنيو ځواکونو د هغومره کلکو څو ورځينيو پوځي عملياتو سيمه وه، چې وسله والو طالبانو کليد ته د هلمند د مارجې ترعملياتو هم پياوړي ګڼلي وو.

دکونړ د ولايتي شورا رييس وايي، چې تښتول شويو قومي مشرانو په هغو عملياتو کې د دولت پلوو ځواکونو کلکه ننګه کړې وه.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کليد ته وويل، چې د ملګرو لخوا يې د دې قومي مشرانو پرتښتونې پوره نه دى خبر، خو په پالېسۍ کې يې شته چې د دولت پلوو خلکو پر وړاندې يې ملګري ښه چلن ونه کړي.

کونړ، چې انسان تښتونه پکې په تدريجي ډول له زياتو کېدونکو پېښو څخه ده، اکثره مهال يې د دولت وسله وال مخالفين مسوليت نه مني.

وېل کېږي داسې تښتونې ځينې ناقانونه وسله والې ډلې د ځينو شخصي موخو لپاره کوي، خو چارواکي د دې خبرې رد او پخلى دواړه نه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA