ads

د پوليسو پر موټر بمي چاودنې ۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د بادغيس ولايت په مركز قلعه نو كې د پوليسو پر رېنجر موټر بمي چاودنه شوې، چې له كبله يې يو پوليس او يو ملكي وګړى مړ او ۳ نور ټپيان شول. د بادغيس د والي وياند حاجي شرف الدين د پېښې د پخلي ترڅنګ كليد د بادغيس ولايت په مركز قلعه نو كې د […]

نویسنده: TKG
11 سلواغه 1389

د بادغيس ولايت په مركز قلعه نو كې د پوليسو پر رېنجر موټر بمي چاودنه شوې، چې له كبله يې يو پوليس او يو ملكي وګړى مړ او ۳ نور ټپيان شول. د بادغيس د والي وياند حاجي شرف الدين د پېښې د پخلي ترڅنګ كليد

د بادغيس ولايت په مركز قلعه نو كې د پوليسو پر رېنجر موټر بمي چاودنه شوې، چې له كبله يې يو پوليس او يو ملكي وګړى مړ او ۳ نور ټپيان شول.

د بادغيس د والي وياند حاجي شرف الدين د پېښې د پخلي ترڅنګ كليد ته وويل، چې پېښه تېر ماښام شوې او له كبله يې يو پوليس او يو ملكي وګړى مړ او ۳ پوليس ټپيان دي.

ويل كېږي تر اوسه د پېښې په تړاو څوك نه دي نيول شوي، خو د پوليسو لخوا يې د نيول كېدو هڅې روانې دي.

د پېښې پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې او ادعا يې كړې، چې د ملي پوليسو پنځه سرتېري يې په كې وژل دي.

په دې وروستيو څو مياشتو كې دا لومړۍ خونړۍ پېښه ده، چې د بادغيس ولايت په مركز قلعه نو كې رامنځته كېږي.

په دې چاودنې سره د قلعه نو اوسېدونكو د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنې څرګندې كړي او له امنيتي چارواكو يې د امنيت په ټينګښت كې د لا ډېرو هلو ځلو غوښتنه كړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA