ads

د انسان تښتونكو يوه څلور كسيزه ډله ونيول شوه

د پكتيا امنيتي چارواكي وايي، چې تېره ورځ يې په دې ولايت كې د انسان تښتوونكو يوه څلور كسيزه ډله نيولې ده. د پكتيا د ملي امنيت د رياست كاركونكي وايي: د تښتوونكو له دې ډلې سره يې دوه تنه هغه عمر خوړلي كسان هم د شننې تر دريځ پورې راوستي، چې د انسان تښتونكو […]

نویسنده: TKG
11 سلواغه 1389
د انسان تښتونكو يوه څلور كسيزه ډله ونيول شوه

د پكتيا امنيتي چارواكي وايي، چې تېره ورځ يې په دې ولايت كې د انسان تښتوونكو يوه څلور كسيزه ډله نيولې ده. د پكتيا د ملي امنيت د رياست كاركونكي وايي: د تښتوونكو له دې ډلې سره يې دوه تنه هغه عمر خوړلي كسان هم د شننې تر دريځ پورې راوستي، چې د انسان تښتونكو په ځانګړي زندان كې له تېرو پنځو مياشتو را هيسې بنديان وو.

د پكتيا امنيتي چارواكي وايي، چې تېره ورځ يې په دې ولايت كې د انسان تښتوونكو يوه څلور كسيزه ډله نيولې ده.

د پكتيا د ملي امنيت د رياست كاركونكي وايي: د تښتوونكو له دې ډلې سره يې دوه تنه هغه عمر خوړلي كسان هم د شننې تر دريځ پورې راوستي، چې د انسان تښتونكو په ځانګړي زندان كې له تېرو پنځو مياشتو را هيسې بنديان وو.

سرچينه وايي: دا دوه كسه يې له غزني ولايته را تښتولي وو، چې د يكشنبې په ورځ يوه بجه د پكتيا ولايت د نارسمي ولسوالۍ مېرزكې اړوند د كمكي غونځي په سيمه كې يې تښتونكي كسان ونيول شول او دوى يې له پنجرو راووتل.

داسې ويل كېږي، چې له تښتول شويو كسانو څخه يې تښتونكو ځينې غوښتنې لرلې، چې د نه پوره كېدا په صورت كې يې د زندان موده پنځو مياشتو ته غځېدلې وه.

چارواكي وايي، چې په نيول شويو كسانو كې د اقبال په نامه د تښتوونكې ډلې يو سرګروپ هم شامل دى، چې دا مهال يې د كړنو او ورته نورو تښتوونكو ډلو او تښتونو  په اړه څېړنه كېږي.

سره له دې، چې په پكتيا ولايت كې د غلو او شوكمارو ډلې كمې دي، خو بيا هم وخت ناوخت د امنيتي ځواكونو له خوا يې دسيسې شنډې شوې دي، په دې ورستيو كې د چارواكو په وينا دا نيول شوې ډله له پخوانيو هغو ځواكمنه بلل كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA