د پكتيا ولايت د مركز ګرديز اړوند په تېره سيمه كې د يوې ترافيكې پېښې له امله د يو ماشوم مړ او اووه تنه نور ټپيان شول. د پكتيا د عامې روغتيا رييس ډاكتر محمد نادر نوري وايي: په ترافيكي پېښه كې اووه تنه ټپيان شوي،
د پكتيا ولايت د مركز ګرديز اړوند په تېره سيمه كې د يوې ترافيكې پېښې له امله د يو ماشوم مړ او اووه تنه نور ټپيان شول.
د پكتيا د عامې روغتيا رييس ډاكتر محمد نادر نوري وايي: په ترافيكي پېښه كې اووه تنه ټپيان شوي، چې د درېيو تنو يې روغتيايې حالت نازك ښوودل شوى.
نوري وايي: په ټپيانو كې درې تنه ماشومان او نور پاتې يې لويان دي، چې درې تنه يې د ژورو ټپونو د درلودو له امله پلازمېنې كابل ته لېږدولي دي.
دى زياتوي، چې په كورولا موټر كې اته تنه سپاره وو، چې كابل ته پر لاره وو او له لارۍ موټر سره د جنګېدو له امله د كورلا موټر ټولو سپرو كسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ګردېز د ترافيكي مديريت د كاركوونكو په وينا: ټكر د كورولا موټر د چټك تګ او پكې د زياتو كسانو د سپرېدو له امله رامنځ ته شوى دى.
تېره، چې د ګرديز كابل تر منځ د غځېدلې لويې لارې يوه برخه جوړوي وخت ناوخت پكې د موټرونو د تېز تګ او د تاوراتاو غرېزې لارې له امله ټكرې كېږي.
هېره دې نه وي، چې د تېر يو كال په اوږدو كې د پكتيا په ولايت كې د ترافيكي پېښو له امله لسګونه كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې .
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

