ads

پر سرحدي پوليسو د سړك د غاړې بمي چاودنه

په ننګرهار کې د سرحدي پوليسو پر يوه رېنجر موټر چاودنې لږ،تر لږه شپږ تنه پوليس او ملكي وګړي ټپيان کړل. چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار جنوب کې د کامبو خوړ او  سرحدي پوليسو قومندانۍ ته نېږدې وشوه. په ننګرهار کې د سرحدي پوليسو پر يوه رېنجر موټر چاودنې لږ،تر […]

نویسنده: TKG
10 سلواغه 1389

په ننګرهار کې د سرحدي پوليسو پر يوه رېنجر موټر چاودنې لږ،تر لږه شپږ تنه پوليس او ملكي وګړي ټپيان کړل. چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار جنوب کې د کامبو خوړ او  سرحدي پوليسو قومندانۍ ته نېږدې وشوه.

په ننګرهار کې د سرحدي پوليسو پر يوه رېنجر موټر چاودنې لږ،تر لږه شپږ تنه پوليس او ملكي وګړي ټپيان کړل.

چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار جنوب کې د کامبو خوړ او  سرحدي پوليسو قومندانۍ ته نېږدې وشوه.

په ختيځ کې د سرحدي پوليسو د لومړۍ لېوا قومندان مل پاسوال امين الله امرخېل وايي، چې پوليس يې عادي ټپونه لري.

د امرخېل په وينا: چاودنه کې ټپي شوې مېرمنې ځايي خلک دي، چې د هغوى روغتياهم د ډاډ وړ ده.

د ننګرهار امنيې قومندان مل پاسوال علي شاه پکتياوال هم کليد ته   چاودنه د سړک غاړې ماين  له امله رامنځته شوې وګڼله.

د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون مشر ډاکټر سيف الرحمان ابراهيم خېل هم د سرحدي پوليسو د قومندان خبرې تاييد کړې.

د پېښې مسؤليت وسله والو طالبانو کليد ته پرغاړه واخېست او يوه وياند يې د پينځو سرحدي پوليسو د وژلو او يوه د ټپي کولو دعوه وکړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA