ځايي پوليسو په هرات ولايت كې د وسلو او مهماتو د دوو زېرمو د كشف او نيولو خبر وركړ. د هرات ولايت د امنيې قومندانۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه زېرمې تېره ورځ په كرخ او انجيل ولسواليو كې موندل شوي دي.
ځايي پوليسو په هرات ولايت كې د وسلو او مهماتو د دوو زېرمو د كشف او نيولو خبر وركړ.
د هرات ولايت د امنيې قومندانۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه زېرمې تېره ورځ په كرخ او انجيل ولسواليو كې موندل شوي دي.
د هرات امنيې قومندانۍ وياند نورخان نېكزاد وويل، چې په دغه موندل شويو وسلو او مهماتو كې د ټانګ د مرميو ۱۲ سرګلولې، يو لاسي بم، د ماشيندارۍ يو صندوق مرمۍ، د پنځه تقه ۲۵ مرمۍ او د توپ ۱۰ مرمۍ شاملې دي.
نوموړي زياته كړې، چې د دولت مخالفينو غوښتل پر مټ يې په هرات او اړوندو ولسواليو كې ترهګريز عمليات ترسره كړي.
د نېكزاد د معلوماتو له مخې، تر اوسه د دغو توكو په تړاو څوك نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
د يو بل خبر له مخې د هرات ولايت پوليسو په ګلران او ادرسكن ولسواليو كې د سړك د غاړې له درېيو چاودنو مخنيوى كړى.
ويل كېږي، چې دغه ماينونه د پوځي موټرو د كاروان پر لاره اېښودل شوي و، چې د ملي پوليسو د سرتېرو لخوا كشف او له منځه يوړل شول.
دا په داسې حال كې ده، چې په روان كال كې د همدغو بمونو د چاودنو په پايله كې له ۵۰ زيات د ګډو ځواكونو سرتېري او ملكي وګړي وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

