ads

د وسله والو مخالفينو له شتون څخه د كندوز د پاكېدو خبر وركړل شو

ځایي چارواکو، د وسله والو طالبانو له شتون څخه د ټول كندوز ولايت د پاكولو خبر وركړ. د كندوز امنیه قومندان عبدالرحمن سیدخیلی خبریالانو ته وویل، چې د دغه ولایت امنیتی ځواکونو په پشپړ ډول کندوز د دولت د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاک کړ. ځایي چارواکو، د وسله والو طالبانو له شتون […]

نویسنده: TKG
10 سلواغه 1389

ځایي چارواکو، د وسله والو طالبانو له شتون څخه د ټول كندوز ولايت د پاكولو خبر وركړ. د كندوز امنیه قومندان عبدالرحمن سیدخیلی خبریالانو ته وویل، چې د دغه ولایت امنیتی ځواکونو په پشپړ ډول کندوز د دولت د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاک کړ.

ځایي چارواکو، د وسله والو طالبانو له شتون څخه د ټول كندوز ولايت د پاكولو خبر وركړ.

د كندوز امنیه قومندان عبدالرحمن سیدخیلی خبریالانو ته وویل، چې د دغه ولایت امنیتی ځواکونو په پشپړ ډول کندوز د دولت د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاک کړ.

سیدخیلی زیاته کړه، چې چهاردره او ګورتیپه یې دمخه پاکه کړې وه، خو امام صاحب او د شتى ارچی ولسوالۍ يې د روانو چاڼیزعملیاتو په ترڅ كې د مخالفینو له شتون څخه پاکې كړې.

د سيدخيلي د معلوماتو له مخې، تراوسه پورې دوى ته ۶۰ تنه وسله وال له خپلو وسلو سره یوځای تسليم شوي دي او يو پوليس ټپي شوى دى.

نوموړي زياته كړه، چې كه څخه هم يو شمېر وسله وال له سیمې څخه په تېښته بريالي شوي، خو د نیونې لپاره یې پلټنې روانې دي.

دغه راز هغه د تخار په خواجه غار کې د ۲ تاجک طالبانو د وژل كېدو پخلی هم وکړ، چې څو ورځی دمخه د عملیاتو په ترڅ كې وژل شوي وو او یو ازبک وسله وال نیول شوی و.

دغه چارواکي په داسې حال کې د طالبانو له شتون څخه د ټول کندوز پاکېدو خبر وركړ، چې تېره ورځ په چاردرې ولسوالۍ کې د بمې چاودنې له کبله درې تنه بهرني سرتېري ټپیان شول، چې طالبانو پكې د ۴ هغو د وژلو خبره کوله.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا طالب ویاند ذبيح الله مجاهد کلید ته د ټليفون له لارې ویلي، چې تېره شپه ۱۰ بجې یې د کندوز ښار پر یوې امنیتي پوستې برید کړى، چې په خبره یې پولیسو ته يې په كې مرګ ژوبله اړولې ده، خو مسوولینو تردې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA