ځايي چارواكي وايي، چې د کندوز ولايت په چاردرې ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې د ايساف ځواکونو يو موټر ويجاړ او درې سرتېري يې ټپيان شول. د چاردرې ولسوال عبدالواحد عمرخېل د پېښې د پخلي ترڅنګ كليد
ځايي چارواكي وايي، چې د کندوز ولايت په چاردرې ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې د ايساف ځواکونو يو موټر ويجاړ او درې سرتېري يې ټپيان شول.
د چاردرې ولسوال عبدالواحد عمرخېل د پېښې د پخلي ترڅنګ كليد ته وويل، چې چاودنه پرون له غرمې وروسته اى خانم پله ته څېرمه د ځاى پر ځاى شوي ماين پر مټ شوې.
د پېښې پړه د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پرغاړه اخيستې او ادعا يې كړې، چې په چاودنه كې يې د بهرنيو ځواكونو موټر له منځه وړى او څلور دغه سرتېري يې وژلي دي.
د يادونې وړ ده، چې نږدې شل ورځې دمه په دې ولسوالۍ كې چاڼيز عمليات ترسره شوي وو او ځايي چارواكو ويل ، چې دغه ولسوالي يې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاكه كړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

