ads

د بهرنيو ځواكونو د يوې بې پيلوټه الوتكې د راپرېوتو خبر وركړل شو

ځايي چارواكي وايي، چې د هرات ولايت په ګذره ولسوالۍ كې د امريكا يوه بې پيلوټه الوتكه راپرېوته. دوى زياتوي، چې دغه الوتكه وړم مازيګر د يلان زيارتجاه كلي كې راپرېوتې، چې ځاني زيان يې نه درلود.     ځايي چارواكي وايي، چې د هرات ولايت په ګذره ولسوالۍ كې د امريكا يوه بې پيلوټه […]

نویسنده: TKG
10 سلواغه 1389

ځايي چارواكي وايي، چې د هرات ولايت په ګذره ولسوالۍ كې د امريكا يوه بې پيلوټه الوتكه راپرېوته. دوى زياتوي، چې دغه الوتكه وړم مازيګر د يلان زيارتجاه كلي كې راپرېوتې، چې ځاني زيان يې نه درلود.

 

 

ځايي چارواكي وايي، چې د هرات ولايت په ګذره ولسوالۍ كې د امريكا يوه بې پيلوټه الوتكه راپرېوته.

دوى زياتوي، چې دغه الوتكه وړم مازيګر د يلان زيارتجاه كلي كې راپرېوتې، چې ځاني زيان يې نه درلود.

د ګذرې ولسوال نثار احمد پوپل رسنيو ته ويلي، په كومه سيمه كې چې الوتكه راپرېوتې، هغه سيمه د نړيوالو ځواكونو له لورې كلابند ده او افغان ملي ځواكونو ته هلته د ورتلو اجازه نشته.

نوموړي زياه كړه، چې تر اوسه د الوتكې د راپرېوتو لامل نه دى څرګند.

په همدې حال كې د ۶۰۶زون قوماندانۍ يو تن چارواكي چې نه يې غوښتل نوم يې ذكر شي رسنيو ته ويلي، چې دغې الوتكې د طالبانو تر كنټرول لاندې سيمه كې عكسونه اخيستل چې د تخنيكي ستونزو له امله راپرېوته.

د سرچينې په وينا، په دې پېښه كې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او بهرنيو ځواكونو د الوتكې پاتې شوني له سيمې څخه وړي دي.

په همدې حال كې د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د الوتكې د راغورځولو پړه پر غاړه اخيستې او ويلي يې دي، چې دغه الوتكه وروسته له هغې راپرېوته، چې د دوى ملګرو پرې بريد وكړ.

تر اوسه په دې اړه بهرنيو ځواكونو څه نه دي ويلي.

په هرات كې ګذره ولسوالي هغه ځاى دى، چې وسله وال طالبان په كې شتون لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA