د کندوز – بغلان پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له کبله ۴ تنه مړه او درې ټپیان شول. دغه پېښه نن ورځ د چهارشنبې تپې په سيمه کې د یوه توربوز او کرولا موټر د جنګېدو له کبله رامنځته شوه.
د کندوز – بغلان پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له کبله ۴ تنه مړه او درې ټپیان شول.
دغه پېښه نن ورځ د چهارشنبې تپې په سيمه کې د یوه توربوز او کرولا موټر د جنګېدو له کبله رامنځته شوه.
د بغلان ولایت د ترافیکو مدیر سید محبوب الله سادات د پېښې پخلى كړى او د رامنځته كېدو علت يې د چلوونكو بې احتياطي په ګوته كړې ده.
د يادونې وړ ده، چې پر دغه لویه لاره ډېری وختونه ورته پېښې رامنځته کېږي، چې ورسره مرګ ژوبله هم ملګرې وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

