ads

تخار كې۷۰ وسله وال مخالفين له دولت سره يو ځاى شول

ځايي چارواكي وايي، چې په تخار ولایت کې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې، د دې ولایت اړوند په بېلابېلو سیمو او ولسوالیو کې، د دولت څه باندې ۷۰ کسه مخالفین د سولې له بهیر سره یو ځای شوي دي. ځايي چارواكي وايي، چې په تخار ولایت کې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې، د دې ولایت […]

نویسنده: TKG
10 سلواغه 1389

ځايي چارواكي وايي، چې په تخار ولایت کې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې، د دې ولایت اړوند په بېلابېلو سیمو او ولسوالیو کې، د دولت څه باندې ۷۰ کسه مخالفین د سولې له بهیر سره یو ځای شوي دي.

ځايي چارواكي وايي، چې په تخار ولایت کې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې، د دې ولایت اړوند په بېلابېلو سیمو او ولسوالیو کې، د دولت څه باندې ۷۰ کسه مخالفین د سولې له بهیر سره یو ځای شوي دي.

د تخار د والي ویاند فیض محمد توحیدي کلید ته وویل، چې دولت د سپین ږیرو، دیني عالمانو او په سیمه کې له قومي مشرانو څخه غوښتنه کړې، چې مخالفین سولې ته را وبولي.

نوموړی زیاتوي، هغه مخالفین، چې د سولې له بهیر سره یو ځای کېږي، دولت ورته د کار روزګار زمینه برابروي او د هغو مخالفینو په وړاندې به له زوره کار اخلي، چې له جګړې څخه لاس نه اخلي.

په همدې موخه له درېیو ورځو را پدېخوا د تخار په خواجه غار ولسوالۍ كې د د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د ایتلافي ځواکونو په هوايي ملاتړ د افغان ملي امنیتي ځواکونو له لوري عملیات پیل شوي، چې د چار واکو په ونیا: تر اوسه د تاجکستان او ازبکستان هېوادونو د دوو اتباعو په ګډون ۲۲ مړه او ژوندي نیول شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA