ads

امنيتي چارواكو په لغمان كې د ځانمرګي بريدګر د نيول كېدو خبر وركړ

د لغمان پوليس چارواکي تر چاودنې وړاندې په دې ولايت کې د يوه ځانمرګي بريدګر د نيونې خبر ورکوي. د لغمان د امنيې قومندانۍ وياند عبدالرازق همکار وايي: نيول شوى بريدګر يې پرون له ناچاوده توکو سره نيولى دى. د لغمان پوليس چارواکي تر چاودنې وړاندې په دې ولايت کې د يوه ځانمرګي بريدګر د […]

نویسنده: TKG
10 سلواغه 1389

د لغمان پوليس چارواکي تر چاودنې وړاندې په دې ولايت کې د يوه ځانمرګي بريدګر د نيونې خبر ورکوي. د لغمان د امنيې قومندانۍ وياند عبدالرازق همکار وايي: نيول شوى بريدګر يې پرون له ناچاوده توکو سره نيولى دى.

د لغمان پوليس چارواکي تر چاودنې وړاندې په دې ولايت کې د يوه ځانمرګي بريدګر د نيونې خبر ورکوي.

د لغمان د امنيې قومندانۍ وياند عبدالرازق همکار وايي: نيول شوى بريدګر يې پرون له ناچاوده توکو سره نيولى دى.

همکار د هغه د نيول کېدو ځاى ونه ښود، خو ويې ويل، چې نيول شوى تن افغان او د لغمان د سنګره سيمې استوګن دى.

د لغمان د امنيې قومندانۍ وياند زياتوي، چې د ځانمرګي بريد په تور نيول شوى سړى  الينګار ولسوالۍ ته د طالبانو نومول شوي ولسوال سره تړاو لري او پرځان لګېدلى تور يې منلى.

پوليس وياند ونه ويل، چې تورن ځانمرګي بريدګر په کومه سيمه کې او پر چا د بريد نيت درلود، خو ويې ويل، که مخنيوى يې نه واى شوى،درانه زيانونه به يې اړولي واى.

بلخوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کليد ته  د لغمان د پوليسو دغه دعوه رد کړه او ويې ويل کوم داسې ملګرى يې نه دى نيول شوى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA