د کونړ ولايتي شورا په دې ولايت کې د يوې برتانوۍ خيريه کارکوونکې تروژل کېدو وروسته هلته د امريکا د پراختيايي ادارې يوسايډ د اړوندې اېډيانيو څانګې د بندو شويو فعاليتونو د بيا پيل غوښتنه لري.
د کونړ ولايتي شورا په دې ولايت کې د يوې برتانوۍ خيريه کارکوونکې تروژل کېدو وروسته هلته د امريکا د پراختيايي ادارې يوسايډ د اړوندې اېډيانيو څانګې د بندو شويو فعاليتونو د بيا پيل غوښتنه لري.
د شورا رييس حاجي مياحسن عادل دا غوښتنه ترهغې وروسته وکړه، چې د ايډيانيو امريکايي موسسې يوې سرچينې کليد سره د ځانګړو خبرو پرمهال ومنله، چې د ناڅرګندو وسله والو له لوري د تښتول شوې کارکوونکې لينډا نارګروي تر وژنې وروسته يې ادارې د امنيتي ننګونو له وېرې کونړ کې خپلې چارې درولي.
دې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې ذكر شي د فعاليتونو د بنديدو نېټه ونه ښوده، خو تر درېيو مياشتو زيات وخت کېږي، چې لينډا نارګروي په کونړ کې وژل شوې ده.
د کونړ د ولايتي شورا رييس مني چې د يوسايډ يوې مهمې څانګې اېډيانيو يې په سيمه کې خپلې چارې درولي، خو وايي: هڅې يې پيل کړي چې چارواکي يې له دې پريکړې په شاکېدو ته وهڅوي.
د شورا د رييس په وينا: په کارنه ده، چې د کمو امنيتي ستونزو او لږو خلکو لپاره دې ټول کونړ د اېډيانيو له خيريه هڅو بې برخې شي.
د کونړ مرستيال امنيې قومندان عبدالصبورالله يار له ډېر څه ويلو پرته کليد ته وويل، چې امنيتي ستونزې يې په کاري ساحه کې نشته او مرستندويې ډلې په ډاډه زړه پکې خپلې چارې ترسره کولاى شي.
کونړ د هېواد ختيځ کې يوازينى ولايت دى، چې سيمه ييزو وسله والو طالبانو پکې د يوې ډله ييزې پريکړې په کولو سره له ښوونيزو، روغتيايي او رغنيزو هڅو ملاتړ کړى.
د ځينو په اند که ځايي چارواکي رغوونکو ادارو سره د دوى د امنيتي اندېښنو د ختمولو قانع کوونکې خبرې وکړې، ښايي له دې اندېښنو رامنځته شوې ستونزې حل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

