د هالڼد حکومت افغانستان ته د پولیسو او سرتېرو د روزنکي ماموریت په باب د دغه هېواد د پارلمان موافقه ترلاسه کړه. راپورونه وايي چې د پارلمان اکثرو غړو د دغه پلان شوي ماموریت په پلوۍ رايې ورکړې.
د هالڼد حکومت افغانستان ته د پولیسو او سرتېرو د روزنکي ماموریت په باب د دغه هېواد د پارلمان موافقه ترلاسه کړه.
راپورونه وايي چې د پارلمان اکثرو غړو د دغه پلان شوي ماموریت په پلوۍ رايې ورکړې.
د صدراعظم مارک روټ په مشرۍ د هالنډ اقلیتي حکومت ژمنه کړې، چې د افغانستان په کندز ولایت کې به د پولیسو د روزنې پروګرام موده له ۶ اونیو څخه ۱۶ اونیو ته لوړه کړي څو افغان پولیس په سم کیفیت سره وروزل شي.
د هالڼد پخوانى حکومت تېر کال د افغان ماموریت پر سر د ژورو اختلافاتو له امله ړنګ شو او څو میاشتې وروسته بیا دغه خپل شاوخوا دوه زره سرتیري چې په ارزګان ولایت کې ځای پر ځای وو،له افغانستان څخه وویستل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

