نن سهار د نهو بجو په شاوخوا کې د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې د کندهار د والي مرستيال انجينر عبدالطيف اشنا ووژل شو او د هغه د دوو ساتونکو په ګډون نږدې څلور ملکي وګړي ټپيان شول.
نن سهار د نهو بجو په شاوخوا کې د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې د کندهار د والي مرستيال انجينر عبدالطيف اشنا ووژل شو او د هغه د دوو ساتونکو په ګډون نږدې څلور ملکي وګړي ټپيان شول.
د کندهار والي توريالي ويسا د پېښې پخلى كوي او زياتوي، چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې اشنا له خپل کور څخه د دفتر پر لور روان و.
نوموړي زياته كړه، چې پېښه د کندهار ښار د پينځمې امنيتي حوزې اړوند د خواجک بابا په سيمه کې د موټر سايکل پر مټ رامنځته شوې، چې په وينا يې: ځانمرګى بريد و.
والي د هغه وژل کېدل وغندل او زياته يې کړه، چې انجينرعبدالطيف اشنا له نهو مياشتو راهيسې د ولايت مقام د مرستيال په توګه دنده ترسره کړه.
عبدالطيف اشنا تردې مخکي د کندهار پوهنتون د انجينرۍ پوهنځي استاد او د کليو د پراختيا او بيا رغوني رئيس و.
بلخوا د کندهار د مرستيال والي د وژل کېدو مسؤليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى.
د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته ويلي، چې په ياد بريد کې يې د كندهار ولايت د مرستيال والي په ګډون د هغه څلور ساتونکي وژلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

