ads

د غلچكيو بريدګرو پنځه كسيزه ډله ونيول شوه

امنيتي چارواکي وايي، چې په کندهار ښار کې يې د غلچکيو بريدګرو پنځه كسيزه ډله نيولې ده. د کندهار امنيه قوماندان لوى پاسوال خان محمد مجاهد يوې خبري غونډې ته وويل،     امنيتي چارواکي وايي، چې په کندهار ښار کې يې د غلچکيو بريدګرو پنځه كسيزه ډله نيولې ده. د کندهار امنيه قوماندان لوى […]

نویسنده: TKG
9 سلواغه 1389

امنيتي چارواکي وايي، چې په کندهار ښار کې يې د غلچکيو بريدګرو پنځه كسيزه ډله نيولې ده. د کندهار امنيه قوماندان لوى پاسوال خان محمد مجاهد يوې خبري غونډې ته وويل،

 

 

امنيتي چارواکي وايي، چې په کندهار ښار کې يې د غلچکيو بريدګرو پنځه كسيزه ډله نيولې ده.

د کندهار امنيه قوماندان لوى پاسوال خان محمد مجاهد يوې خبري غونډې ته وويل، چې ياده ډله يې تېره ورځ مازيګر مهال د کندهار ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند د لويې ويالې په سيمه کې نيولي دي.

نوموړي زياته كړه، چې له يادو کسانو سره يې د لالاجان په نوم باندې د غلچکي بريدونو مشهور کس، چې د يادې ډلې مشري يې پر غاړه وه له يوه عراده موټرسايکل او يو ميل تمانچې سره نيولى دى.

امنيه قوماندان دغه راز د کندهار ښار د ٧ مې امنتي حوزې په مربوطاتو کې په يوه عراده مازداموټرکې د٢٨٠ کېلوګرامه نشه يي توکو د نيولو خبر ورکړ.

د قوماندان په وينا: د يادو توکو په تړاو يې يو تن هم نيولى دى.

د يادونې وړ ده، چې امنيتي چارواکو درې ورځې وړاندې هم د نشه يي توكو د درېيو تنو قاچاق کوونکو د نيولو خبر ورکړى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA