ads

د بېلابېلو پېښو په ترڅ كې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

ځايي چارواكي وايي، چې په خوست كې د بېلابېلو پېښو په ترڅ كې څوارلسو تنو ته مرګ  ژوبله اوښتې ده. چارواكي زياتوي، چې لومړۍ پېښه كې د خوست په عليشرو ولسوالۍ كې     ځايي چارواكي وايي، چې په خوست كې د بېلابېلو پېښو په ترڅ كې څوارلسو تنو ته مرګ  ژوبله اوښتې ده. چارواكي […]

نویسنده: TKG
9 سلواغه 1389

ځايي چارواكي وايي، چې په خوست كې د بېلابېلو پېښو په ترڅ كې څوارلسو تنو ته مرګ  ژوبله اوښتې ده. چارواكي زياتوي، چې لومړۍ پېښه كې د خوست په عليشرو ولسوالۍ كې

 

 

ځايي چارواكي وايي، چې په خوست كې د بېلابېلو پېښو په ترڅ كې څوارلسو تنو ته مرګ  ژوبله اوښتې ده.

چارواكي زياتوي، چې لومړۍ پېښه كې د خوست په عليشرو ولسوالۍ كې د پوليسو پر موټر چاودنه شوې، چې له كبله يې پينځه پوليس وژل شوي او دوه نورټپيان دي او په تڼيو ولسوالۍ كې بيا د ملي اردو پریوه موټرورته چاودنه شوې، چې له امله يې دوه سرتيري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

بل پلو د خوست په نادرشاه كوټ ولسوالۍ كې پر يوه كور توغندى لګيدلى، چې امله يې يوه ميرمن وژل شوې او يو سړى ټپي دى.

د عليشرو ولسوال اميربادشاه دوران وايي، چې لومړۍ پېښه د جمعې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه، چې د دوى سرتيري په سيمه كې پر ګزمه بوخت وو.

ولسوال زياته كړه، چې پېښه د همدې ولسوالۍ په ابوخانه سيمه كې رامنځته شوې او له امله يې پېنځه سرتيري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي او موټر يې هم ويجاړ شوى دى.

بل پلو په خوست كې د ګډې قررګاه مرستيال جنرال مسافرخان وايي، چې تېره ورځ ناوخته د تڼيو ولسوالۍ د لغوړي په سيمه كې د ملي اردو پر موټرهم چاودنه شوې، چې له امله يې دوه سرتيري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو د دې دواړو پېښو مسؤليت پرغاړه اخيستى او په كې يې امنيتي ځواكونو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا هم كړې.

د يوه بل خبر له مخې د خوست امنيه قوماندان جنرال عبدالحكيم اسحاقزى وايي، چې د جمعې په شپه د نادرشاه كوټ ولسوالۍ د ځني خېلو په يوه كلي كې پر يوه كور د نامعلوم لوري څخه د توغول شوي راكټ مرمۍ لګيدلې، چې له امله يې يوه ميرمن وژل شوې او يو بل سړى ټپي يې كړى دى.

د دې راكټ توغولو مسؤلت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA