ads

جلال اباد كې د ايران پر ضد لاريون

په جلال اباد کې لسګونه تنو د همبستګي ملي ګوند د يوه سمبال شوي لاريون پر مهال په ايران کې د افغان او ايراني سياسي بنديانو پر وړاندې د هغه هېواد دريځ وغنده.     په جلال اباد کې لسګونه تنو د همبستګي ملي ګوند د يوه سمبال شوي لاريون پر مهال په ايران کې […]

نویسنده: TKG
9 سلواغه 1389

په جلال اباد کې لسګونه تنو د همبستګي ملي ګوند د يوه سمبال شوي لاريون پر مهال په ايران کې د افغان او ايراني سياسي بنديانو پر وړاندې د هغه هېواد دريځ وغنده.

 

 

په جلال اباد کې لسګونه تنو د همبستګي ملي ګوند د يوه سمبال شوي لاريون پر مهال په ايران کې د افغان او ايراني سياسي بنديانو پر وړاندې د هغه هېواد دريځ وغنده.

لاريون کوونکي، چې ښځينه او ماشومان هم پکې شامل وو، په نېږدې يو ساعته لاريون کې دغه راز په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتوالى يرغل او د غندنې وړ وباله او د پاکستان پرضد يې هم شعارونه ورکړل.

په ختيځ کې د ملي همبستګۍ ګوند سيمه ييز مشر عاشق الله غرزي وويل: لاريون يې له سياسي بنديانو سره د ناوړه چلن پرضد د نړيوالې ورځې په مناسبت بللى و.

ده ادعاوکړه، چې ګڼ افغانان او ايرانيان د سياسي بنديانو په نامه له تاوتريخوالي سره مخ دي، چې دوى يې پر وضعې د اندېښنې ښودلو ترڅنګ ترې ملاتړ هم کوي.

دې سوله ييز لاريون کې د کم عمره ماشومانو شتوالى لاريون بلونکو د هغوى خپله خوښه بلله او ويل يې، که ايران کې د دوى په وينا بنديانو سره ناسم چلند روان وي، نو دوى به لا داسې غبرګونونه وښيي.

د لاريون کوونکو په نورو غوښتنو کې له افغانستانه د بهرنيو سرتېرو ژر وېستل هم شامل و، خو مشر لاريون کوونکي د کليد يوې پوښتنې ته په ځواب کې د دې غوښتنې د پوره کېدو پرمهال د وضعې د کابووالي لپاره خپله کومه طرحه وړاندې نه کړه.

په جلال اباد کې د ايران قونصلګرۍ د لاريون په اړه کليد سره خبرو ته غاړه کېنښوده.

د ننني لاريون سمبالګرو ويل، چې پر جلال اباد سربېره په نورو څلورو لويو ښارونو کې هم ورته لاريونونه لري.

د همبستګۍ ملي ګوند څه وخت وړاندې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د شتوالي او فعاليتونو پرضد هم ننګرهار کې لاريون کړى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA