ملګرو ملتونو، امريکا او اروپايي ټولنې د افغانستان د ملي شورا د ١٦مې تقنيني دورې د پرانستنې هرکلى وکړ. له ډېرو ناندريو وروسته جمهور رئيس کرزي پرون د ملي شورا پرانسته وکړه او برياليو نوماندانو ته يې لوړه ورکړ.
ملګرو ملتونو، امريکا او اروپايي ټولنې د افغانستان د ملي شورا د ١٦مې تقنيني دورې د پرانستنې هرکلى وکړ.
له ډېرو ناندريو وروسته جمهور رئيس کرزي پرون د ملي شورا پرانسته وکړه او برياليو نوماندانو ته يې لوړه ورکړ.
نړيوالې ټولنې د افغانستان د ملي شورا د پرانستلو هرکلى کړى او هيله يې څرګنده کړې، چې دوى به له افغان حکومت سره له نږدې خپلو همکاريو ته ادامه ورکړي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د سياسي نمايندګۍ دفتر (يوناما) له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي بان کي مون د ملي شورا پر پرانيستې خوښي څرګنده کړې.
بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو وزارت او په کابل کې د دغه هېواد سفارت هم د ملي شورا د پرانستنې هرکلى کړى دى.
په کابل کې د امريکا د سفارت له خوا په يوې خپرې شوې خبرپاڼې کې ويل شوي، چې د بهرنيو چارو وزارت وياند پي جى کرولي تېره شپه د افغان ملي شورا په پرانيستې کې ټولو افغانانو ته مبارکي ورکړې ده.
دغه راز د اروپايي ټولنې د ملي امنيت شورا هم د ملي شورا پر پرانستل کېدو خوښي څرګنده کړې او د دغه كار هرکلى يې کړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

