د هرات ولايت د كوچيانو مشر محمد عارف اسحاقزي په يو مطبوعاتي كنفرانس كې د دولتي چارواكو ټولې هغه خبرې، چې ګواكې په ګلران، اوبه، كشك كهنه او رباط سنگي ولسواليو كې دې دولت حاكميت ولري رد كړې.
د هرات ولايت د كوچيانو مشر محمد عارف اسحاقزي په يو مطبوعاتي كنفرانس كې د دولتي چارواكو ټولې هغه خبرې، چې ګواكې په ګلران، اوبه، كشك كهنه او رباط سنگي ولسواليو كې دې دولت حاكميت ولري رد كړې.
نوموړى وايي، چې د دې ولسواليو په درې كيلو مترۍ كې هم دولتي ځواكونه حاكميت نه لري او كه كوم دولتي چارواكى يې خبرې ردوي، نو رادې شي، چې دى يې ور وښايي.
بلخوا د هرات د والي وياند محمد شفيق بهروزيان كه څه هم دا خبرې تاييدوي، خو وايي، چې دا هغه وړې وسله والې ډلې دي، چې د مادياتو د ترلاسه كولو لپاره جنګېږي.
نوموړي زياته كړه، چې دولت په دې هڅه كې دى، چې دغه وسله والې ډلې د سولې پروسې ته راوبولي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

