ټاکل شوې ده، چې په راتلونکي يوه ساعت کې جمهور رئيس کرزى د هېواد ملي شورا پرانيزي. د ملي شورا د دواړو مجلسونو (ولسي جرګې او مشرانو جرګې) غړي د سختو امنيتي تدابيرو په ترڅ کې د کابل په لوېديځ کې د پارلمان ودانۍ ته د رسېدو په حال کې دي.
ټاکل شوې ده، چې په راتلونکي يوه ساعت کې جمهور رئيس کرزى د هېواد ملي شورا پرانيزي.
د ملي شورا د دواړو مجلسونو (ولسي جرګې او مشرانو جرګې) غړي د سختو امنيتي تدابيرو په ترڅ کې د کابل په لوېديځ کې د پارلمان ودانۍ ته د رسېدو په حال کې دي.
په پام کې ده، چې د پرانيستې په دغو مراسمو کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی او يو شمېر نور بهرني ډيپلوماتان هم برخه واخلي.
افغان امنيتي چارواکو له کابل ښاريانو او حکومتي مشرانو غوښتي، چې د پرانيستې د مراسمو پرمهال دې د ملي شورا شاوخوا سيمو ته له تګ راتګ ډډه وکړي.
قانون د ملي شورا د نوې دورې د پرانستنې واک، چې له ولسي جرگې او مشرانوجرگې جوړه ده، جمهور رئيس ته ورکړى دى، خو دا ځل نه يوازې د ولسي جرگې پر جوړښت حقوقي او جنايي ناندرۍ شته، چې د مشرانو جرگې درېيمه برخه غړي هم لا نه دي انتصاب شوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


