ځايي چارواكي وايي، چې د کندز ولايت په امام صيب ولسوالۍ کې ۷ تنه وسله وال طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای شول. د امام صيب ولسوال محمد آيوب حقيار په دې اړه كليد ته وويل: د وسله والو طالبانو د دغې ٧ کسيزې ډلې مشري ملا قدير، چې په ملا کره بين مشهور دى كوله.
ځايي چارواكي وايي، چې د کندز ولايت په امام صيب ولسوالۍ کې ۷ تنه وسله وال طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای شول.
د امام صيب ولسوال محمد آيوب حقيار په دې اړه كليد ته وويل: د وسله والو طالبانو د دغې ٧ کسيزې ډلې مشري ملا قدير، چې په ملا کره بين مشهور دى كوله.
حقيار د هغو چاڼيزو عملياتو د دوام خبر هم وركړ، چې له څلورو ورځو راپدېخوا په امام صيب ولسوالۍ کې د ګډو ځواكونو لخوا پيل شوي دي.
نوموړي زياته كړه، چي اوسمهال د امام صيب ولسوالۍ ډيرى برخه د افغان ځواکونو په لاس کې ده او په سيمه کې پوره امنيتي تدابير نيول شوي دي.
حقيار زياتوي، چې د دولت لوړ پوړو چارواکو ورسره ژمنه کړې، چې د امام صيب ولسوالۍ له پوره تصفيه کېدو وروسته به په کې د بيا رغونې پروژې پيلوي.
ياد کسان وروسته له هغې د سولې له بهير سره يوځاى كېږي، چې تېره اونۍ د کندز والي محمد انور جګدلک له يو شمېر سپين ږيرو او دولتي چارواکو سره دې ولسوالۍ ته سفر وكړ، څو وسله وال مخالفين سولې ته راو بولي.
د يادونې وړ ده، چې په روانه اونۍ کې د كندوز و لايت په چهاردرې ولسوالۍ كې هم د ملا غلام نبي په مشرۍ د وسله والو طالبانو يوه لس کسيزه ډله
د سولې له بهير سره يوځاى شوې وه.
بايد وويل شي، چې تر اوسه لا وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


