ads

جمهور رئيس كرزي دهېواد ملي شورا پرانيستله

جمهور رئيس کرزي نن د چهارشنبې په ورځ پر خپلې وينا له اږدو ناندريو وروسته د هېواد ملي شورا پرانيستله. د ملي شورا د دواړو مجلسو (ولسي جرګې او مشرانو جرګې) غړي د سختو امنيتي تدابيرو په ترڅ کې جمهور رئيس کرزي نن د چهارشنبې په ورځ پر خپلې وينا له اږدو ناندريو وروسته د […]

نویسنده: TKG
6 سلواغه 1389

جمهور رئيس کرزي نن د چهارشنبې په ورځ پر خپلې وينا له اږدو ناندريو وروسته د هېواد ملي شورا پرانيستله. د ملي شورا د دواړو مجلسو (ولسي جرګې او مشرانو جرګې) غړي د سختو امنيتي تدابيرو په ترڅ کې

جمهور رئيس کرزي نن د چهارشنبې په ورځ پر خپلې وينا له اږدو ناندريو وروسته د هېواد ملي شورا پرانيستله.

د ملي شورا د دواړو مجلسو (ولسي جرګې او مشرانو جرګې) غړي د سختو امنيتي تدابيرو په ترڅ کې دکابل په لوېديځ کې د پارلمان ودانۍ ته رسېدلي دي.

په دغو مراسمو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او يو شمېر نور بهرنيو ډيپلوماتان برخه  اخيستې.

نوموړي په خپلو خبرو كې وويل: لس كال وړاندې مو، چې كوم سفر پيل كړى و، هغه مهال هېواد وران ويجاړ و او د هېواد ملي اردو د بهرنيانو د مداخلو له امله له منځته تللې وه.
نوموړ د اساسي قانون تصويب او د ملي شورا د دوو دورو ټاكنو تر سره كېدل د تېرو لسو كلونو تر ټولو مهمې لاسته راوړنې وبللې او زياته يې كړه، چې اوس افغانان فرصت لري، چې د خپل هېواد د ملي حاكميت د ساتنې لپاره كوښښونه وكړي.
كرزي وويل: تر راتلونكو څلورو كلونو پورې بايد امنيتي مسايل په پوره ډول افغانانو ته وسپارل شي او امنيت بايد د افغانستان د دولت لخوا وساتل شي او موازي امنيتي ارګانونو ته پاى وركړل شي.
نوموړي زياته كړه: موږ بايد خپله خپل امنتي وساتو او له مخالفينو سره هم خپله مقابله وكړو.
د كرزي په وينا، د هېواد بيا رغونه له سولې پرته نه كېږي او سوله يوازې د جنګ له لارې نه راځي.
ده د حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ د سولې د ټينګښت كمېسيون له هڅو مننه وكړه او دغه راز يې د استاد رباني په مشرۍ د سولې عالي شورا وستايله.
نوموړي په خپلو خبرو كې د افغان دولت پر وسله والو مخالفينو غږ وكړ، چې نور له جنګه لاس واخلي او له سولې سره دې يو ځاى شي.

افغان امنيتي چارواکو له کابل ښاريانو او حکومتي مشرانو غوښتي، چې د پرانيستې د مراسمو پرمهال دې د ملي شورا شاوخوا سيمو ته له تګ راتګ ډډه وکړي.

قانون د ملي شورا د نوې دورې د پرانستنې واک، چې له ولسي جرگې او مشرانوجرگې جوړه ده، جمهور رئيس ته ورکړى دى، خو دا ځل نه يوازې د ولسي جرگې پر جوړښت حقوقي او جنايي ناندرۍ شته، چې د مشرانو جرگې درېيمه برخه غړي هم لا نه دي انتصاب شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA