ځايي چارواكو د WFP لخوا په خوست ولايت كې پر څلور زرو سيلاب ځپلو كورنيو د خوراكي توكيو د وېش خبر وركړ. دخوست والي ددې مرستو دويش په مراسمو كې وويل، چې د نړيوال خوراكي پروګرام
ځايي چارواكو د WFP لخوا په خوست ولايت كې پر څلور زرو سيلاب ځپلو كورنيو د خوراكي توكيو د وېش خبر وركړ.
دخوست والي ددې مرستو دويش په مراسمو كې وويل، چې د نړيوال خوراكي پروګرام WFP لخوا ۵۰۰ ټنه خوراكي توكي د دې ولايت په ټولو هغو كورنيو ويشل كيږي، چې په تېرو سيلابونو كې زيانمې شوې دي.
د نوموړي په وينا، په دې مرستو كې هرې كورنۍ ته ۱۰۰ كيلو غنم، ۵ كيلو غوړي، دال او مالګه وركول كيږي.
والي وويل، چې يادې سيلاب ځپلې كورنۍ د بېړنيو مرستو د ادارې لخوا پيژندل شوي او اوس د ټاكل شوي پلاوي تر نظر لاندې مرستې پرې ويشل كيږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

