تېره شپه افغان نړیوالو ځواکونو د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ كې يې د ځايي چارواكو په وينا، ۵ وسله وال طالبان مړه او ۵ نور ژوندي نيول شوي.
تېره شپه افغان نړیوالو ځواکونو د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ كې يې د ځايي چارواكو په وينا، ۵ وسله وال طالبان مړه او ۵ نور ژوندي نيول شوي.
د تخار د والي ویاند فیض محمد توحیدي د عملياتو پخلى كوي او زياتوي، چې دغه عملیات تېره شپه د خواجه غار ولسوالۍ په قروغ سیمه کې ترسره شوی دي.
نوموړي زياته كړه، چې د دغې هوایي بمبارۍ او عملیاتو په پایله کې 5 وسله وال طالبان وژل شوي او 5 نور ژوندي نیول شوي دي.
تر اوسه په دې اړه وسله والو طالبانو هېڅ نه دي ویلي.
بايد وويل شي، چې په دې وروستیو کې په شمال كې د شپې لخوا د بهرنیو ځواکونو چاپو او عملیاتو زور اخیستی د وسله والو مخالفينو د ځپل كېدو ترڅنګ ملګي وګړو ته هم پكې زيان اوړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


